د دوحې له غونډې څخه بېلابېلې تمې
د قطر پلازمېنه دوحه، چې په وروستیو کلونو کې یې د افغانستان په اړه د بېلابېلو غونډو کوربه توب کړی، یو ځل بیا د ملګرو ملتونو د سرمنشي آنتونیو ګوترش په مشرۍ د افغانستان په اړه، د ۲۵ هېوادونو د ځانګړو استازو په حضور کې د دوه ورځنۍ غونډې کوربه دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي "آنتونیو ګوترش" د دوحې د غونډې د کوربه په توګه، قطر ته رسېدلی او اعلان وکړ چې په دې غونډه کې به د ګډ نړیوال تفاهم د ترلاسه کولو او په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د اړیکو پر څرنګوالي خبرې وشي.
د ملګرو ملتونو ویاند په یوه بیانیه کې اعلان وکړ: د ملګرو ملتونو سرمنشي به د می په لومړۍ او دویمه نېټه د افغانستان لپاره د نړۍ د هېوادونو د استازو کوربه وي، ترڅو د افغانستان د مهمو مسلو لکه د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونو، د یوه ټولګډونه حکومت جوړولو او له ترهګرۍ او نشه یي توکو سره د مبارزې په اړه توافق ته ورسېږي.
ملګرو ملتونو وړاندې د دوحې په غونډه کې د طالبانو په رسمیت پېژندلو موضوع رد کړې وه او اوس داسې ښکاري چې د افغانستان په اړه د دې غونډې اصلي تمرکز له طالبانو سره د تعامل په اړه دی. په همدې حال کې افغانانو د طالبانو د ډلې په رسمیت پېژندلو په اعتراض کې، د نړۍ په مختلفو ښارونو کې مظاهرې وکړې او د نړۍ له هېوادونو یې وغوښتل چې دغه ډله په رسمیت ونه پېژني.
دغه لاريونونه وروسته له هغه رامنځته شول چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيالې آمنه محمد د "طالبانو د ډلې د پېژندلو لپاره د کوچنيو ګامونو پورته کولو" په اړه څرګندونې وکړې او د دوحې د غونډې د مهالوېش په اړه يې د آنتونيو ګوترش په کوربه توب او د افغانستان په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي او د هېوادونو د استازو په حضور سره خبر ورکوي.
اعتراضونه تر اوسه په بېلابېلو بڼو څرګند شوي دي؛ د واټونو د مظاهرو څخه نیولې بیا د ښځو، ښوونکو، د بشري حقونو د مدافعینو او د بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو له خوا د ملګرو ملتونو عمومي منشي ته د پرانیستي لیکونوتر لېږلو پوري.
د دوحې د غونډې په درشل کې په افغانستان کې د مدني بنسټونو او مرستندویه کارکوونکو یوې ډلې هم، په افغانستان کې د هېوادونو د ډیپلوماټیک حضور د ډېروالي، له واکمنې ادارې سره د مستقیمو اړیکو او خبرو اترو، د افغانستان د شتمنیو د خلاصون او د دغه هېواد پر وړاندې د بندیزونو د لغوه کېدو غوښتنه وکړه.
لکه څنګه چې لیدل کېږي، د طالبانو په مشرۍ د افغانستان خلک او واکمن پلاوي، د دوحې له غونډې څخه مختلفې هیلې لري او په داسې حال کې چې طالبان له دې غونډې څخه د خپل رسمیت پېژندو تمه لري، خو په مقابل کې یې مخالفان په ځانګړې توګه ښځې هم دا تمه لري چې د دوحې غونډه به د ښځو د حقوقو تامين لپاره د طالبانو اړ ایستلو په تړاو، اړينو تدبيرونو او ترتيباتو ته لومړيتوب ورکړي.
له همدې امله د دوحې د غونډې په اړه د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي او په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت د مشر حسن کاظمي قمي د څرګندونو له مخې، په دغه غونډه کې د ایران دریځ خپلواک او د هغه حقایقو او غوښتنو په ژور درک سره دی، چې د افغانستان د خلکو او دولت ګټې هم پکې وي.
همدرانګه په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر وویل، د ایران په اسلامي جمهوریت کې هم عامه افکار د طالبانو د واکمنۍ د قضاوت لپاره دوه شرطونو ته انتظار باسي: یو یې د حکومت اساسي قانون دی او بل یې د نړیوالو ژمنو او تړونونو په رعایت کې د دغه حکومت دقیقه ژمنتیا ده.
د ایران له ستراتیژیو څخه یوه دا ده چې په افغانستان کې د بین الافغاني خبرو ملاتړ کوي. د ایران اسلامي جمهوریت د ۲۰۰۱ کال د بن له سرمشریزې راهیسې، تل ټینګار کړی چې نور افغان توکمونه باید د دغه هېواد د سیاسي واک په راتلونکې کې مساوي رول ولوبوي، څو له دې لارې په افغانستان کې تلپاتې سلوله او ټیکاو رامنځته شي.
د ټولګډونه حکومت د جوړولو وړاندیز چې د طالبانو په مشرۍ د حکومت له پیل راهیسې د ایران اسلامي جمهوریت ورته پاملرنه کړې وه، یو ارمان یا خوب نه دی، بلکې د افغانستان د پرمختګ او ثبات په لاره کې د ټولو ظرفیتونو د کارولو هڅه ده.