د روسیې پارلمان:
لوېدیځ هیوادونه په ترهګریزو اقداماتو کې د اوکراین ملګرتیا کوي
May 04, 2023 01:09 Asia/Kabul
د روسیې پارلمان په مسکو کې د کرملین په ماڼۍ د بې پیلوټو الوتکو برید ته په اشارې سره، ویلي چي لوېدیځ سیاستوالان د زلنسکي رژیم ته د وسلې په ورکولو سره په ترهګریزو اقداماتو کې ونډه لري.
تېره ورځ د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتري پسکوف د کرملین په ماڼۍ باندې د اوکراین د بې پیلوټو الوتکو د برید د ناکامه کېدو خبر ورکړ.
له دغه برید وروسته، د روسیې د پارلمان مشر ویاچسلاو ولودین له اوکراین سره هر ډول خبرې اترې بې معنا وباله او وویل د زلنسکي له رژیم خبرې ناممکنه دي ځکه چي دغه رژیم د روسیې، اروپا او د ټوله نړۍ امنیت ته ګواښ رامینځ ته کړی دی.
دا په داسي حال کې دی چي د اوکراین حکومت په کرملین ماڼۍ باندې د بې پیلوټو الوتکو د برید مسئولیت په غاړه نه ده اخیستي.
ټیګونه