May 06, 2023 05:08 Asia/Kabul
  • ملګروملتونو د سوډان په هکله خبرداری ورکړ

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی ملګروملتونو په سوډان کښې د جنګونو له دوام سره په یووخت وویل ممکنه ده د سوډان نولس میلیونه خلک په راتلونکو میاشتو کښې د خوراکي شیانو له کمښت سره مخامخ شي.

د ملګروملتونو ویاند فرحان حق پرون د دغه اندیښمونکي شمیر په اعلانولو سره وویل د خواړو نړیوال پروګرام له حکومتونو غواړي د خپلو هیوادونو سرحدونه د هغو کسانو لپاره چې له تاوتریخوالي تښتي  خلاص پریږدي او له ټولو هیوادونو غواړي چې خپلو هیوادونو ته له کوم توپیر پرته د سوډان د مهاجرینو د ورتلو اجازه ورکړي او سوډان ته د دغو کډوالو په زوره د وروستنولو کار دې بند کړي.

هغه وویل د ملګروملتونو د ماشومانو صندوق یونیسف ویلي دي داسې راپورونه مو ترلاسه کړي دي چې د اپریل د میاشتې تر پینځویشتمې نیټې پورې د سوډان په جګړو کښې یوسل نوي ماشومان وژل شوي دي.

د سوډان په جنګونو کښې تراوسه شپږ سوه کسان وژل شوي او په زرګونو نور ژوبل شوي دي.

 

ټیګونه