May 09, 2023 14:24 Asia/Kabul
  • په سوډان هیواد کښې د نښتو او د جګړو دوام او پایلې:-

د سوډان هیواد په پلازمینې خرطوم کښې یوځل بیا بمباریانې له سره پیل شوې.

دا په داسې حال کښې دي چې د سوډان خلک هیله من وو درې ورځنی اوربند او خبرې اترې هیواد ته سوله ورستنه کړي.

خو مینځګړي هیوادونه وايي چې د خبرو اترو هیڅ لوری حاضر نه دی نرمښت وښيي او دغه لوري د جنګ په میدان کښې د خپل بریالیتوب په هکله ډاډ لري.

په سوډان کښې د هوايي بریدونو پیلیدل ښودنه کوي چې د عربستان په جده ښار کښې د اوربند د خبرو اترو اخري ورځ هم  کوم پرمختګ نه دی لرلی او په دغه هیواد کښې د خونړیو جنګونو د ختمولو لپاره هیڅ روښانه لرلید نشته.

فرانسې خبري اژانس په یوه راپور کښې د سعودي عربستان د یوه ډيپلوماټ په قول وویل د دایمي اوربند انتخاب په میز باندې نشته او تر تیرې دوشنبې ورځې پورې خبرو اترو هیڅ غټ پرمختګ نه دی لرلی.

څه د پاسه یویشت ورځې کیږي چې د سوډان خلک په تیره بیا د پلازمینې خرطوم وسیدونکي له بمبارریو او ډزو سره مخامخ دي او د اوربند د ټینګولو لپاره څو ځله هڅو سره سره عملا جنګ نه دی بند شوی.

د سوډان د چټک غبرګون د ځواکونو د قومندان «محمد حمدان دغلو» چې په «حمیدتي» مشهور دی  او د سوډان د حکومتي شورا د مشر په توګه د جنرال عبدالفتاح البرهان په قومندنۍ د سوډان د پوځ د ځواکونو ترمینځ جنګ دوام لري او دواړه جنرالان هڅه کوي په هیواد کښې قدرت لاس ته راوړي.

حاضردمه په سوډان کښې نښتې په یوه بشپړه جنګ بدلې شوي دي او د سوډان د جنګونو د ختمولو لپاره نړیوالو هڅو تراوسه کومه نتیجه نه ده ورکړي.

د افریقايي اتحادیې د کمیسیون د دارالانشا مدیر «محمد الحسن ولد لبات» د دغه خبرې په هکله په خبرداري سره چې په سوډان کښې یوې جدي حل لارې ته نه رسیدل کولای شي د ټولې سیمې ثبات او سولې ته ګواښ وکړي وویل د دغه اتحادیې تمرکز د جنګونو په بندولو ، د انساني لارو په پرانیستلو او هیواد کښې سیاسي بهیر ته په بیرته ستنیدا ولاړ دی او د سوډان په کړکیچ کښې د سیاسي حل د بهیر د پیلیدا وارمخکې شرط په دغه هیواد کښې د وژلې بندول دي.

د خپرو شویو راپورونو پراساس تراوسه د سوډان په جنګونو کښې څه د پاسه اوه سوه پنځوس کسان وژل شوي او له پینځو زرو زیات کسان ژوبل شوي هم دي.

ملګروملتونو د سوډان له جنګ څخه وروسته چې تراوسه یې څه د پاسه درې لکه پینځه دیرش زره خلک بې کوره کړي او یولک اولس زره نور مهاجر کړي دي د انساني کړکیچ د زیاتیدا په هکله خبرداری ورکړی دی.

دغه راز د سوډان د روغتیا نظام هم د دړې وړې کیدا په درشل کښې ورغلی دی.

د سره صلیب د نړیوالې کمیټۍ د وینا پراساس د سوډان په اکثرو روغتونونو کښې بریښنا او اوبه نشته او دغه روغتونونه نور د خپلو دندو د ترسره کولو جوګه نه دي.

سره له دې په سوډان کښې د جنګونو لوري یوبل په خیانت تورنوي او نیت لري د  بشپړه واک ترلاسه کولو لپاره جنګ ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کښې دي چې د سیمې ځینې هیوادونه او دغه راز له سیمې ځینې ورهاخوا هیوادونه په سوډان کښې نیغ په نیغه او غیر مستقیم ډول لاسوهنو سره دغه جنګ نور هم زیاتوي.

په دوه زره نولسم میلادي کال کښې د سوډان د هغه وخت د دیکتاتور عمر البشیر له نسکوریدا وروسته متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان سوډان د پانګونو د یوه مرکز په توګه په نظر کښې ونیوه او په دغه هیواد کښې یې د پام وړ پانګونې وکړې په دې ډول چې خارجي وګړو په سوډان کښې د کرهڼې په زرګونو هیکټاره ځمکې چې زیات محصولات یې ورکول په پیسو واخیستلې.

له دغو پانګونو ملاتړ او په سوډان کښې د فیصلو د ترسره کولو په بهیر باندې د اغیز د شیندلو لپاره هڅه همدا اوس په دغه هیواد کښې  د قدرت د جنګ په یوې برخې بدل شوي دي چې په لومړۍ درجې کښې د سوډان د خلکو ژوند او  مال ته ګواښ کوي او په دوهمې درجې کښې سوډان یوځل بیا د دوباره ویشل کیدا له خطر سره مخامخ کوي.

 

ټیګونه