د اروپا د پوځي لګښتونو په اوڅاره توګه زیاتیدا
https://parstoday.ir/ps/news/world-i132856-د_اروپا_د_پوځي_لګښتونو_په_اوڅاره_توګه_زیاتیدا
 جوزف بورل  وائي، مونږ  غواړو ، په روغتونونو او ښونځيو کې دښاریزو د هوساینې د ښه کیدا لپاره پیسې خرڅ کړو ،خو که  له اوکراین څخه ملاتړ ونه کړو ،نو په څو ورځو کې سقوط کوي،نو  ځکه  بله هیڅ چاره نه لرو ،له دې پرته چې  ټوله پیسې  د اوکراین د ساتلو لپاره ولګوو.
(last modified 2023-05-14T10:46:06+00:00 )
May 14, 2023 15:05 Asia/Kabul

 جوزف بورل  وائي، مونږ  غواړو ، په روغتونونو او ښونځيو کې دښاریزو د هوساینې د ښه کیدا لپاره پیسې خرڅ کړو ،خو که  له اوکراین څخه ملاتړ ونه کړو ،نو په څو ورځو کې سقوط کوي،نو  ځکه  بله هیڅ چاره نه لرو ،له دې پرته چې  ټوله پیسې  د اوکراین د ساتلو لپاره ولګوو.

د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست مسئول جوزف بورل دتیرې شنبې په ورځې اروپائي اتحادئې ،هند او آرام سمندر د  وزیرانو د ټولګې  د افتتاح  په وخت  ووئيل،له ۲۰۱۴کال راهسې تر دې دمه د اروپائي اتحادئې  پوځي لګښتونه، دیرش فیصده زیات شوي دي.بورل دغه راز ووئيل،  دغه بهیر په آسیا- پاسیفیک سیمې کې دغه بهیر چې  په هغه کې پوځي لګښتونه  د ۲۰۱۳کال په نسبت څلویښت فیصده زیات شوي ، لا زیات ښکاره دی.

د اروپائي  اتحادئې د بهرنی سیاست مسئول ووئيل، دم ګړئ دنړیوال ډګر  داصلی لوبغاړو ترمینځ  اعتمادپه کمیدا دی او د نړیوالو او څو اړخیزو قوانین هم ورځ تربلې لا کم رنګه   کیږي. د اروپا د پوځي لګښتونوپه بې مخینې زیاتیدا  دجوزف بورل اعتراف له یوه پلوه  په اروپا کې د امنیتی  اندیښنو د زیاتیدا او  د اورپا د تصویر په انځورولو  زمینې کې د مخکینیو شعارونو پیکه کیدا  ،  د نړۍ په ځنګل کې  د هغوشنو او ښیرازه باغونو د ښودلو  په معنا ده چې له دې مخکې  ئې  هم ادعا مطرح کړې وه. په کلی توګه  په ۲۰۲۲کال کې په اروپا کې پوځي لګښتونه حتی دساړه جنګ د پاي له سوئې  هم لازیات شوي دي. له تیرو درو لسیزو راهسې تردې دمه ئې  مخینه نه ده درلودلې  چې ددغه ګراف  احصائې تر دې اندازې پورې زیاته شوي وي. داوکراین جن   دپوځي لګښتونو د بې مخینې زیاتیدا اصلی علت دی.

 جوزف بورل  وائي، مونږ  غواړو ، په روغتونونو او ښونځيو کې دښاریزو د هوساینې د ښه کیدا لپاره پیسې خرڅ کړو ،خو که  له اوکراین څخه ملاتړ ونه کړو ،نو په څو ورځو کې سقوط کوي،نو  ځکه  بله هیڅ چاره نه لرو ،له دې پرته چې  ټوله پیسې  د اوکراین د ساتلو لپاره ولګوو.

 

پولینډ،هالینډ او سویډ هغه هیوادونه دي چې  په خپلو وسلوالو ځواکونو کې ئې  په تیرې لسیزې کې خپلې ترټولو زیاتې پوځي پانګونې کړي دي.په اوکراین  باندې د روسیې له حملې وروسته،د  اروپائي هیوادونو په تیره بیا  د  اروپا د ترټولو لوي اقتصاد او دترټولو مهم اروپائي هیواد په توګه د جرمني  په پوځي او امنیتی کړچارو نو کې  اساسی بدلون رامینځةشوی دی . په حقیقت کې د اوکراین جنګ،په اروپا کې د پوځي عملیاتو په زمینې کې د ترټولو چټک کونکي عامل په معنا عمل کړی دی. دغه جنګ چې په شنې لوئې وچې کې له دوهم نړیوال جنګه وروسته  بې مخینې ګڼل کیږي، سبب شوی څو د  اروپائي  هیوادونو پهپوځي او امنیتی  کړچارونو  او حتی د وسلو په چارو کې  یو جدي اوژور  بدلون رامینځةشي.  ددې  چارې یو څرګند مثال  دجرمني او پولینډد دوو هیوادونو دپوځي بودجې بې مخینې زیاتیدا او امریکا ته د نوي وسلو سپارښتنه  ده . د جرمني د لوړپوړو  چارواکو له نظره ، دغو حملو وښودله، په دې باب د غالبې لیدتوګې په اپوټه  چې  په اروپا لوئې وچې کې  له دوهم نړیوال جنګه وروسته  دیوه کلاسیک جننګ  د رابرسیره کیدا  احتمال ډير کم ګڼل کید، خو   پوي او سیاسی بدلونونه  لامل شوي دي څودغه  بې احتماله  پيښه هم رامینځةشي.  نو ځکه برلین  له اوسنیو ګواښونو او  په تیره بیا د روسیې له خوا  ګواښونو سره  دمقابلې لپاره  دخپل  پوځي چمتووالی زیاتیداپه لړ کې د سل میلیارډ یوروي  بودجې په زیاتولو سره  خپلو پوځي توانمنیو  کې یو ډول لور نیونه رامینځةکړې ده. جالب ټکی د ا چې  دغه پیسې حتی د ناټو په وسیله له ټاکل شوي معیاره  هم ورآخوا زیاتې شوي دي. دغه اقدام دو اشنګټن له هرکلي سره مخ شوی دی، په تیره بیا دا چې  د جرمني حکومت په بې مخینې څرخیدا  کې  له امریکا د ایف 35 ډوله پنځم ډول  دیرو زیاتو جنګی الوتکو د اخستو  غوښته کړې ده . . البته  دجرمني د پوځي کړچار بدلیدا ، د مخالفو ګوندونو  له سختو نیوکو سره  مخ شوی دی.

 له بل پلوه، په ناټو کې د سرغنې په توګه  امریکا دخپلو سیاسی ،اقتصادي او امنیتی  ګټو په لړ  کې نه یوازې  خپل اروپائي  شریکان  اوکراین ته  د لازیاتو وسلو لیږدولو ته هڅوي، بلکې  په اروپا کې د ناکراریو  او بې ثباتیو  اور ته په وهلو سره ، په اروپا کې د خپل موقعیّت په زیات تثبیتولو سره ،  له واشنګټن سره  د اروپائي هیوادونو  دلازیات امنیتی او پوځي  اړوندوالي زمینه برابره  کړې ده . دغه چاره په تیره بیا  اروپائی هیوادونو ته  د وسلو د زیاتیدونکي خرڅلاؤ له لارې ، دمتحده ایالاتو د پوځي اوصنعتي  ټولګو لپاره د ډيرو زیاتو  ګټو ضمانت دی.د ماډرنو تجهیزاتو  اخستل ، البته ډير زیات ګرانبیّه ، لکه چې د  ایف 35ډوله  جنګي الوتکو اخستل ،په دغو هیوادونو کې  دپوځي لګښتونو د زیاتیدا اصلی دلیلونه دي .هماغه شان چې  د جرمني په څیر هیوادونه  چې له دې ترمخکې پورې ئې د امریکا ډول ډول وسلو او تجهیزاتو اخستو ته څه خاص  ګرونه نه درلوده ،اوس ددغو جنګي سازوسامان   او تجهیزاتو د اخستونکو په لیکه کې ولاړ دی.