روسیه  له اسلامی هیوادونو سره نزدو ملګرتیاؤ  ته تیاره ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i133080-روسیه_له_اسلامی_هیوادونو_سره_نزدو_ملګرتیاؤ_ته_تیاره_ده
د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤوروف په یولړڅرګندونو کې ووئیل،روسیه  له هغو مسلمانو هیوادونو سره  نزدې ملګرتیا ته تیاره ده چې په ډيرو مسئلو کې ورسره  یو شان نظر لري.
(last modified 2023-05-18T21:40:53+00:00 )
May 19, 2023 02:07 Asia/Kabul
  • روسیه  له اسلامی هیوادونو سره نزدو ملګرتیاؤ  ته تیاره ده

د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤوروف په یولړڅرګندونو کې ووئیل،روسیه  له هغو مسلمانو هیوادونو سره  نزدې ملګرتیا ته تیاره ده چې په ډيرو مسئلو کې ورسره  یو شان نظر لري.

تاس خبری آژانس راپور ورکړ، سرګئ لاؤوروف  پرون په کازان ښار کې د اسلامی نړۍ  او روسیې د کازان ټولنې ، په څوارلسم اقتصادي سمینار کې په ویډیوئي کنفرانس کې  پخپلې وینا کې اعلان وکړ، روسیه ،په دودیز ډول  له زیاتره مسلمانو هیوادوونو سره  دوستانه  اړیکې پراخوي.

د روسیې خارجه وزیر د خپل هیواد د ډيپلوماسۍ  لومړیتوب،د دینونو،کلتورونو ترمینځ دخبرواترو او تفاهم لوړتیا،د اسلامی ملګرتیاموسیسې پشمول  له اسلامه ویرونې سره   دمبارزې  او  معنوي اواخلاقي ارزښتونو دساتنې لپاره ملګرتیا  وبلله .

د  روسیې –اسلامی نړس  دکازان ټولنې نړیواله اقتصادي غونډه  د اسلامی نړۍ دهیوادونو او د روسیې فیډریشن ترمینځ د اقتصادي تعامل  د اصلی پلیټ فارم په توګه حسابیږي چې په وروستیو کلونو کې  د کازان سمیت                  ( KazanSummit) په عنوان سره ترسره کیږي، او له ۲۰۲۳کال څخه  ددې د ځائيګي لوړتیا ته په پآم سره   ئې  د روسیې د سنټ پيټرزبرګ  او ولادیوستوک  ښارونو د ټولګو په شان د کازان ټولګې نامه  غوره کړې ده .

 د روسیې او  د اسلامی ملګرتیا موسیسې د غړو هیوادونو  اقتصادي  نړیواله ناسته  د لومړي ځل لپاره  په کازان ښار کې  په ۲۰۰۹کال کې ترسره شو وه.چې  ددغه شان غونډو اصلي موخه  له  اسلامی هیوادونو سره د روسیې د ولایتونو  د تجارتي ،اقتصادي ،علمي ،ټيکنالوجیکي ، اجتماعي او کلتوري پيوندونو پياوړتیا  او په روسیې فیډریشن کې د اسلامی بانکدارۍ د اورګانونو په پراختیا کې هڅه کول دي.