د امریکې په لاسوهنو باندې د ترکیې نیوکې
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر د واشنګټن په لاسوهونکو سیاستونو باندې په نیوکې سره، وویل: امریکا نه غواړي په ترکیې کې ډموکراسي برقراره شي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو په امریکا او اروپایې اتحادیې باندې تور ولګول چي د ترکیې په ولسمشریزو ټاکنو کې د لاسوهنو په موخه د دې هیواد د خلګو د عامه افکارو د اغېزمنولو هڅه کوي.
هغه له دې مخکې هم خبرداری ورکړی و چي امریکا د ترکیې په ولسمشریزو ټاکنو کې د لاسوهنو په لټه کې ده.
په ترکیې کې ولسمشریزو ټاکنو کې هیڅ یو نوماند له پنځوسو نه زیاتې رایې تر لاسه نه کړې چي له دې امله ولسمشریزې ټاکنې به دوهم پړاو ته وغځیږي چي په کښې اردوغان او قلیچدار اوغلو به له یو بل سره سیالي وکړي.
ټاکل شوې ده چي د ترکیې د ولسمشریزو ټاکنو دوهم پړاو د میې د میاشتې په ۲۸ نیټه تر سره شي.