باقري کني: نړیوال نظام نور یو قطبي نه دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i133168-باقري_کني_نړیوال_نظام_نور_یو_قطبي_نه_دی
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر سیاسي مرستیال ټینګار وکړ: نړیوال نظام نور یو قطبي نه دی پاتې
(last modified 2023-05-20T22:49:17+00:00 )
May 21, 2023 03:16 Asia/Kabul
  • باقري کني: نړیوال نظام نور یو قطبي نه دی

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر سیاسي مرستیال ټینګار وکړ: نړیوال نظام نور یو قطبي نه دی پاتې

د امریکې د یواړخیزه تبلیغاتو او سیاستونو اپوټه، خپلواک حکومتونه د پراخو اقتصادي، سیاسي او کلتوري ملګرتیاؤ لپاره په خپلو کښې ملګرتیا کوي.

د ایران اسلامي جمهوری، روسیې او چین هم په دې وروستیو کلونو کښې په مختلفو برخو کښې خپلې ملګرتیاوې زیاتې کړې دي.

د ایران د خارجه وزیر سیاسي مرستیال "علی باقری کنی "  په یو ټویټ کښې ولیکل: په داسې حال کښې چې لویدیځ «د تاریخ د پاې» په خوب کښې دی، نړۍ ورو ورو «په تاریخ کښې له یو پیل» سره مخامخ شوې ده.

د ایسنا د خبر له مخې باقري کني په دوام کښې ولیکل چې نوې نړۍ په سختو پوځو اوزارو سره له جنګ څخه نه بلکې له غیرپوځي خوبونو او نرمو اوزارو څخه په راڅرګندیدو ده.