ناټو د اوکراین جنګ د جنګي ظرفیتونو لپاره پیل کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i133440-ناټو_د_اوکراین_جنګ_د_جنګي_ظرفیتونو_لپاره_پیل_کړی_دی
تاس خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د فاع وزیر سرګي شویګو وویل ناټو تړون د اوکراین له جنګ څخه د اروپا په مرکز او ختیځ کښې د یوشمیر ډلو د رامینځته کولو او هلته د پوځي بیخ بنایانو د نوي کولو لپاره د یوې پلمې لپاره ناوړه استفاده کوي.
(last modified 2023-05-25T22:21:24+00:00 )
May 26, 2023 00:30 Asia/Kabul
  • ناټو د اوکراین جنګ د جنګي ظرفیتونو لپاره پیل کړی دی

تاس خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د فاع وزیر سرګي شویګو وویل ناټو تړون د اوکراین له جنګ څخه د اروپا په مرکز او ختیځ کښې د یوشمیر ډلو د رامینځته کولو او هلته د پوځي بیخ بنایانو د نوي کولو لپاره د یوې پلمې لپاره ناوړه استفاده کوي.

هغه وویل لویدیځ هیوادونه د اوکراین رژیم مرګ ژوبلو ته له پام کولو پرته په هیواد کښې د جنګ دوام ته مجبوروي او کي یف ته د جنګ په پلمه د څه د پاسه پینځه شپیته میلیاډرو ډالرو په ارزښت وسلې استوي.

سرګي شویګو وویل څه د پاسه دوه زره پینځه خارجي ګوډاګیان د اوکراین په جنګ کښې برخه اخلي او دغه چاره د دغه جنګ د زیاتیدا او د اوږدیدا سبب ګرځي.

امریکا او اروپايي هیوادونه اوس هم اوکراین ته وسلې او تجهیزات او دغه راز له ټولې دنیا څخه ترهګر استوي چې جنګ اوږد کړي او روسیه کمزوري کړي.