په ناټو کښې د اوکراین د غړیتوب وړاندیز ستره تیروتنه وه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i133486-په_ناټو_کښې_د_اوکراین_د_غړیتوب_وړاندیز_ستره_تیروتنه_وه
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا پخواني خارجه وزیر هینري کسینجر په ناټو کښې د اوکراین غړیتوب یوه ستره غلطۍ او په هیواد کښې د جنګ د پیلیدا دلیل وباله.
(last modified 2023-05-27T03:35:32+00:00 )
May 27, 2023 08:02 Asia/Kabul
  • په ناټو کښې د اوکراین د غړیتوب وړاندیز ستره تیروتنه وه

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا پخواني خارجه وزیر هینري کسینجر په ناټو کښې د اوکراین غړیتوب یوه ستره غلطۍ او په هیواد کښې د جنګ د پیلیدا دلیل وباله.

د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر هینري کسینجر له «وال سټریټ جورنال» ورځپاڼې سره په مرکه کښې وویل د «کریمه» ټاپووزمې او د «سواستوپل» سیمو د بیرته ترلاسه کولو لپاره د اوکراین هڅه د ټولې نړۍ لپاره د  منفي پایلو سبب کیدلای شي.

هینري کسینجر دې ته په اشارې سره چې سواستوپل سیمه په تاریخ کښې تل د اوکراین برخه نه وه وویل د دغه ښار له لاسه ورکول د روسیې  لپاره کولای شي چې د ماسکو انسجام په خطر کښې واچوي او زه فکر نه کوم چې دغه چاره د نړۍ لپاره د خوښې وړ ووسي.

د امریکا دغه تجربه کار سیاستوال ټینګار وکړ له ناټو ائتلاف سره د اوکراین د ورزیاتولو لپاره د واشنګټن دلچپسۍ یوه جدي غلطۍ وه چې د اوکراین د جنګ د رامینځته کیدا سبب شوه.

هینري کسینجر یادونه وکړه چې ما په دوه زره څوارلسم میلادي کال کښې په ناټو کښې د شاملیدا لپاره اوکراین ته د بلنې په هکله جدي شک څرګند کړی و او دغه مسله د هغو بدلونونو د ټولګې پیلامه ده چې د روسیې د ځانګړیو عملیاتو د پیلولو سبب شوه.