May 31, 2023 03:47 Asia/Kabul
  • د حضرت امام رضا(ع)نیکمرغه زوکړه دې پر ټولو مبارک وي

د تهران ریډیو درست کارکونکي په دې مناسبت  دنړۍ درستو پتمنو په تیره بیا  تاسو خوږو مینه والو ته د زړه له کومې مبارکي وائي .

 

د ایران په اسلامی جمهوریت کې د حضرت بی بی معصومه سلام الله علیها  او د حضرت امام رضا علیه السلام د نیکمرغه زوکړې ترمینځ لسیزه د کرامت لسیزې په نامې سره لمانځل کیږي،  چې د حضرت علی ابن موسی رضا(ع) نیکمرغه زوکړې ورځ  ئې وروستۍ ورځ ده .

د  ایران د اسلامی جمهوریت پشمول په درستې نړۍ  کې  د  ولایت او امامت د  آسمان د  اتم ځلانده  ستوري حضرت امام علی ابن موسی رضا علیه السلام د نیکمرغه  زوکړې  په مناسبت  ولولناک جشنونه  ترسره کیږی او په تیره بیا په قم او مشهد مقدس کې  په دې مناسبت په لکونو مینه وال غونډ شوي او له اهل بیت علیهم السلام  سره خپله مینه نندارې ته وړاندې کوي.

د تهران ریډیو درست کارکونکي په دې مناسبت  دنړۍ درستو پتمنو په تیره بیا  تاسو خوږو مینه والو ته د زړه له کومې مبارکي وائي .

Image Caption

 

ټیګونه