ملګرو ملتو د افغانستان لپاره بودجه کمه کړې
ملګرو ملتو او انساندوستانه ارګانونو د روان ۲۰۲۳ کال لپاره له افغانستان سره د مرستې د پروګرام بودجه کمه کړې ده.
د رویټرز خبري آژانس د خبر له مخې، د ملګرو ملتو د انساندوستانه چارو د غږملتیا دفتر پرون وویل چې ملګرو ملتو او انساندوستانه آژانسونو د روان ۲۰۲۳ کال لپاره له افغانستان سره د مرستې د پروګرام بودجه ۲.۳ میلیارډ ډالرو ته کمه کړې ده چې د سږ کال په اپریل میاشت کښې د ټاکل شوې ۶.۴ میلیارډ ډالرو په پرتله ډیره کمه شوې ده.
د ملګرو ملتو د انساني چارو د غږملتیا دفتر په خپلې بیانیې کښې زیاته کړې ده: په ښځینه مرسته کوونکو باندې د طالبانو د حکومت له محدودیتونو ورسوته «بدلیدونکي عملیاتي حالات» د دغې بیاکتنې لامل شوي دي.
د افغانستان د طالبانو د حکومت چارواکو څو حکمونه صادر کړي دي چې له مخې یې د دغه هیواد په ادارو او هم داشان په غیرحکومتي سازمانونو او ملګرو ملتو کښې ډیرې ښځینه کار کوونکې له کاره منع کړې دي.
د ملګرو ملتو په خبرپاڼه کښې راغلي دي چې افغانستان لاهم له یو ډیر ستر انساني کړکیچ او ناورین سره لاس او ګریوان دی او د دغه هیواد له دریو نه څه باندې دوه برخه خلک انساني مرستو ته اړتیا لري.