روسیه:
امریکا عربستان ته د اخلاقو سبق نه شي ورکولای
د روسیې د ولسمشریزې ماڼۍ ویاند وویل: عربستان یو خپلواک هیواد دی او د امریکا په شمول څوک نه شي کولای ریاض ته د اخلاقو سبق ورکړي او سپارښتنې ورته وکړي.
د ایرنا له راپور سره سم، دیمیتري پسکوف د تېلو د کمولو لپاره د عربستان د پریکړې په وړاندې د امریکا توند غبرګون ته په اشارې سره وویل: سعودي عربستان یو خپلواک هیواد دی او د انرژیو په نړیوال مارکیټ کې مهم رول لوبوي.
هغه زیاته کړه: ریاض کولایشي په پوره خپلواکۍ سره، د خپل اقتصاد لپاره پریکړه وکړي، په دې خاطر د امریکا په شمول هیڅ یو هیواد عربستان ته اخلاقي سبق نه شي ورکولای.
واشنګټن پوست له دې مخکې په خپل راپور کې ویلي وه چي د امریکا ولسمشر جوبایډن د تېلو د تولید د کچې د کمولو لپاره د عربستان په پرېکړې نیوکې کړي دي لیکن د عربستان ولیعهد محمد بن سلمان ګواښ کړی چي د بایډن د خبرو په غبرګون کې به امریکې سره اړیکې غوڅې کړي او سختې اقتصادي تابیاوې په نظر کې ونیسي.
د بایډن حکومت ګواښ کړی وو چي د اوپک پلاس له هیوادونو سره، دتېلو د تولید د کچې د کمولو په سر، خپلې اړیکې له سره وارزوي.
دا په داسي حال کې دی چي د تیلو د زیات تولید لپاره د امریکې او د لوېدیځو هیوادونو د غوښتنو سربېره، تېره اوونۍ د عربستان په شمول د اوپک پلاس غړو هیوادونو د تېلو د تولید د کمولو پرېکړه کړې ده.
عربستان اعلان وکړ چي د یادې پرېکړې په چوکاټ کې به د ورځې خپل د تېلو د تولید کچه د ورځې یوه میلیون بېلر راکمه کړي.