د انقرې چاودنه ترهګره حمله نه ده
Jun 11, 2023 03:56 Asia/Kabul
د ترکیې حکومت وايي په انقره کښې د کیمیايي موادو په یوې کارخانې کښې چاودنه ترهګر اقدام نه و.
د ترکیې حکومت وايي په انقره کښې د کیمیايي موادو په یوې کارخانې کښې چاودنه ترهګر اقدام نه و.
پرون سهار په ځايي وخت لس کم نهه بجې د ترکیې د مشینرۍ او کیمیايي صنایعو د شرکت په باروت سان کارخانه کښې یوه چاودنه رامینځته شوه چې له امله یې د دغې کارخانې ۵ کارکوونکي مړه شول.
دغه خبر په داسې حال کښې خپور شو چې ځینو رسنیو ویلي دي د ترکیې دغه کارخانه د توغندیو جوړولو په برخه کښې کار کوي.
الجزیره چینل د ترکیې د دفاع وزیر له قوله خبر ورکړی دی چې په انقره کښې د توغندي جوړونې په کارخانه کښې چاودنه چې له امله یې د دغې کارخانې پنځه کارکونکي وژل شوي دي، یو ترهګر اقدام نه دی.
ټیګونه