د پولیو تشخیص لپاره مو افغانستان کې ۳۷ مرکزونه فعال کړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i134266-د_پولیو_تشخیص_لپاره_مو_افغانستان_کې_۳۷_مرکزونه_فعال_کړي
د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې افغانستان کې د پولیو ویروس د تشخیص په موخه د چاپېریال څارنې سېسټم پراخوي او په دغه هېواد کې یې د یاد ویروس تشخیص لپاره ۳۷ مرکزونه جوړ کړي دي.
(last modified 2023-06-11T20:48:35+00:00 )
Jun 12, 2023 01:16 Asia/Kabul
  • د پولیو تشخیص لپاره مو افغانستان کې ۳۷ مرکزونه فعال کړي

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې افغانستان کې د پولیو ویروس د تشخیص په موخه د چاپېریال څارنې سېسټم پراخوي او په دغه هېواد کې یې د یاد ویروس تشخیص لپاره ۳۷ مرکزونه جوړ کړي دي.

د سلام وطندار د خبر له مخې، روغتیا نړیوال سازمان دغه څرګندونې پرون یکشنبه د غبرګولي ۲۱مه وروسته له هغې کړي چې افغانستان کې په تازه‌ګۍ سره د پولیو یا ګوزڼ څلور مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د روغتیا برخه کې یو‌شمېر کارپوهان بیا افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان له لوري جوړ شوي مرکزونه د پولیو ناروغي مخنیوي برخه کې ګټور بولي او وايي چې دغه اداره باید د یادې ناروغي د لهمنځه وړو لپاره د پولیو ضد واکسین تطبیق پراخ کړي.

د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې (یونېسف) ویلي چې د هوا په ګرمېدو سره د پولیو د خپرېدو احتمال ډېر شوی دی.

دا په داسې مهال دی چې د روان کال له پيله تراوسه د ننګرهار په بټي‌کوټ، کوټ او نازيانو ولسواليو کې د پوليو څلور پېښې ثبت شوي، چې له امله يې يو ماشوم مړ شوى دى.