فیصل بن فرحان سبا تهران ته راځي
Jun 16, 2023 03:54 Asia/Kabul
د سعودي عربستان خارجه وزیر د ایران د اسلامي جمهوریت له چارواکو سره د صلاح مشورو په موخه سبا تهران ته راروان دی.
د العربیه چینل د خبر له مخې، د عربستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د دغه هیواد خارجه وزیر فیصل بن فرحان سبا شنبه د ایران له چارواکو سره د ملاقات او خبرواترو په موخه تهران ته راځي.
له دې مخکښې رای الیوم ورځپاڼې د یوې خبر لبناني سرچینې له قوله رپورټ ورکړی و چې شهزاده فیصل بن فرحان آل سعود به ډیر زر د عربستان د باچا "ملک سلمان بن عبدالعزیز" له خوا یو پيغام د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر "ابراهیم رئیسی" ته یوسي.
ټاکل شوې چې بن فرحان په دغه سفر کښې د ایران له ولسمشر او ځینو نورو ایراني چارواکو سره د دواړو هیوادونو ترمینځ د اړیکو د پراختیا په هکله خبرې اترې وکړي.
ټیګونه