د آسټریلیا په پارلیمان کښې د جنسي آزار رسوايي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i134564-د_آسټریلیا_په_پارلیمان_کښې_د_جنسي_آزار_رسوايي
د آسټریلیا د پارلیمان یوې ښځینه استازې د دغه ارګان د یو نارینه استازي له خوا د جنسي تیري په وجه، په پارلیمان کښې په ژړا شوه.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Jun 18, 2023 04:23 Asia/Kabul
  • د آسټریلیا په پارلیمان کښې د جنسي آزار رسوايي

د آسټریلیا د پارلیمان یوې ښځینه استازې د دغه ارګان د یو نارینه استازي له خوا د جنسي تیري په وجه، په پارلیمان کښې په ژړا شوه.

د مهر خبري آژانس د خبر له مخې د آسټریلیا د پارلیمان ښځینه استازې لیډیا ټورپ، په داسې حال کښې چې اوښکې یې بهیدې، د پارلیمان نورو استازو ته وویل: د خپل پارلیماني همکار ډیویډ ران له خوا راڅخه ناوړه استفاده او راباندې جنسي تیری شوی دی.

د دې پیښې د جزئیاتو په هکله د آسټریلیا د پارلیمان د دغې استازې څرګندونو، د دغه هیواد د پارلیمان استازي هک حیران کړل.

خو د آسټریلیا د لیبرل ګوند استازي ډیویډ وان د میرمن ټورپ د څرګندونو په دروغ بللو سره مدعي شو چې په هغې یې تیری نه دی کړی.

د آسټریلیا د احصائیو د ادارې د رپورټ له مخې، د دغه هیواد پولیسو له ۲۰۱۰ نه تر ۲۰۲۰ کلونو ترمینځ موده کښې د جنسي تیري ۵۳ زره او ۵۷۰ پیښې ثبت کړې چې له مخې یې ۹۷ فیصده تیري کوونکي، سړي وو.