ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i134730-ورځپاڼو_ته_کتنه
له معمول سره سم لومړی به د ایران او ورپسې به د افغانستان ځینې مطالب تاسو سره شریک کړو.
(last modified 2023-06-21T08:12:25+00:00 )
Jun 21, 2023 12:39 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

له معمول سره سم لومړی به د ایران او ورپسې به د افغانستان ځینې مطالب تاسو سره شریک کړو.


لومړی راځو د ایران چاپ ورځپاڼو ته !

کیهان ورځپاڼې په خپل لومړی مخکې د ایران او پاکستان د سمندري ځواکونو د چارواکو د لیده او قطر ته د ایران د خارجه وزیر د سفر په شمول مختلفو خبرونو ته انعکاس ورکړی دی.

ورځپاڼه لیکي چي د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان قطر ته په خپل سفر کې د دې هیواد له امیر تمیم بن حمد آل ثانی، لومړي وزیر شیخ محمد بن رحم آل ثانی او د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلی دی.

د ورځپاڼې له راپور سره سم، د قطر امیر په سیمه کې د ایران اهمیت ته په اشارې سره، ویلي چي هیواد یې له ایران سره، د هر اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره لېواله دی.

د ایران خارجه وزیر هم د دواړو هیوادونو تر مینځ د اقتصادي غونډې د تر سره کېدو په اهمیت باندې په تینګار سره، د دواړو هیوادونو د نژدې سیاسي اړیکو او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا غوښتونکی شو.

ورځپاڼه زیاتوي چي دواړو لورو د فلسطین او د افغانستان په شمول د سیمې د وروستیو حالاتو په هکله سلامشورې کړي دي.

د قطر امیر همدارنګه دایران سره د اقتصادي اړیکو په زمینه کې د پرمختګ د قدرونې په ترڅ کې ویلي چي لاهم په اقتصادي برخه کې ټاکلي اهداف ته نه یو رسېدلي او غواړو ایران سره خپلو اقتصادي همکاریو ته وده ورکړو.

ورځپاڼه په دوام کې بیا د پاکستان د سمندري ځواکونو له مرکزي قومندانۍ څخه د ایران د سمندري ځواکونو د قومندان امیر البحر شهرام ایرانی د کتنې خبر ورکړی دی.

ورځپاڼه د پاکستان د سمندري ځواکونو د عامه اړیکو په حواله لیکي چي امیر البحر شهرام ایراني او ورسره جګپوري فوځي پلاوی د پاکستان د سمندري ځواکونو له مرکزي قومندانۍ څخه کتنه کړې او د پاکستان د سمندري ځواکونو له عمومي قومندان محمد امجد خان نیازی سره، په سمندري ډګر کې د دواړو هیوادونو تر مینځ د فوځي همکاریو د زیاتېدا په هکله خبرې اترې کړي دي.

ورځپاڼه زیاتوي چي دواړو لورو په سمندري ډګر کې، د دفاعي، روزنیزو او د سمندري پلاو د تبادلې په هکله سلامشورې کړي دي.

کیهان لیکي:  د پاکستان د سمندري ځواکونو د عامه اړیکو څانګه اعلان وکړ چي پاکستان ته د ایران د سمندري ځواکونو د عمومي قومندان سفر د دواړو هیوادونو تر مینځ په فوځي ډګر کې د همکاریو د زیاتوالې لپاره یو مهم ګام دی.

د ورځپاڼې له راپور سره سم، د ایران د سمندري ځواکونو عمومي قومندان امیر البحر شهرام ایراني د پآکستان د هوایي ځواکونو له قومندان احمد بابر سره هم خبرې اترې کړي د

تجارت

د تهران چاپ دغه ورځپاڼې د بهرنيو خبرونو په څانګه کې بیا په صهیونیست رژیم کې وروستیو شخړو او همدارنګه د ایران له ولسمشر سید ابراهیم رئیسي سره، د حماس د غورځنګ د مشرتابه ملاقات ته توجه کړې ده.

ورځپاڼه لیکي چي په صهیونیست رژیم کې سیاسي اختلافات په زیاتېدو دی تر دې حده چي د واکمن ګوند د ائتلاف غړی د دې رژیم په مشر هرتزوګ سختې نیوکې کړي او د مخالفینو او د واکمن ګوند تر مینځ د مینځګړیتوب لپاره د هغه صلاحیت تر پوښتنې لاندې راوستی دی.  د نتانیاهو د کابینې تندلاري غړی او د مذهبی صهیونیزم د ترهګر ګوند مشر  بزالل سموتریچ صهیونیستي رسنیو سره په مرکه کې د دې رژیم مشر اسحاق هرتزوګ یې کیڼپاله او د روانو سیاسي لانجو د ختمولو لپاره بې صلاحیته بللی دی.

ورځپاڼه په یو بل خبر کې بیا لیکي چي د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د حماس د غورځنګ له مشرتابه سره په کتنه کې د دې په بیانولو چي صهیونیست دښمن کمزوری شوی او مقاومت بهیر تر هر وخت پیاوړی شوی، وویل: د صهیونیستانو په وړاندې د فلسطین د مقاومت بریالیتوب وښودله چي د مخنیوونکي ځواک او طاقت په هکله د صهیونیستانو ادعا دروغ دی.

هغه زیاته کړه چي دا بریالیتوبونه ښیي نن سبا د جنګ په میدان کې مقاومت له عکس العملي له حالاتو څخه راوتلي او د مقابلې لپاره یې د عمل نوښت  په لاس کې اخیستی دی.

جوان

د تهران چاپ دغې ورځپاڼې بیا په خپله سرپاڼه کې  ( په اروپا کې د منافقینو امن ځای ړنګ شو) تر عنوان لاندې یو خبري راپور خپور کړی دی.

ورځپاڼه لیکي: د منافقین خلق د ترهګرې ډلې امن ځای د اروپا په زړه یعني البانیا کې ولرزېدی، له یوې خوا د البانیا پولیسو د دورس په ښار کې د منافقینو په اډې باندې برید کړی او  د دغه ترهګرې ډلې یو شمېر کسان یې نیولي او دواړو لورو تر مینځ ډزې شوې چي د مله یې یو منافق وژل شوی دی او له بلې خوا بیا د فرانسې پولیسو په دغه هیواد کې د منافقینو د ترهګرې ډلې د کلنۍ غونډې د جوړېدو اجازه نه ده ورکړې.

د ورځپاڼې له راپور سره سم، د منافقینو ترهګره ډله وایي چي دا دواړه پېښې د پردې تر شا له اروپا سره، د ایران د اسلامي جمهوریت د پټو معاملاتو پایلې دې خو ځینو بیا وایي چي دا کار په منافقینو کې د دوو مخالفو ډلو د یوځای کولو په موخه شوی دی او اروپاییان په منافقینو کې دننه مخالفې ډلې ځپي او غواړي چي د منافقینو ترهګره ډله یوموټي کړي.

خو د ورځپاڼې په وېنا، دغه دواړه تحلیلونه ناسم دي، د منافقینو په ترهګرې ډلې د البانیا برید نه د ایران او د اروپا تر مینځ د معاملې د امله شوی او نه هم دغه برید د منافقینو د تصفیې لپاره شوی بلکې د ورځپاڼې له نظره د منافقینو ترهګره ډله د هغه موافقې شرطونه چي د البانیا له حکومت سره په ۲۰۱۴ میلادي کال کې لاسلیک کړې وه تر پښو لاندې کړی، نو ځکه د البانیا پولیس د منافقینو د کیمپ د تلاشي کولو پسې ورتللي وه، چي منافقینو ورباندې ډزې کړي او نښته رامینځ ته شوې ده.

عزیزانو اوس هم راځو د کابل مطبوعاتو ته خو یادونه کوم چي په افغانستان کې د ورځپاڼو چاپ بند شوي او ورځپاڼې په خپلو ویب پاڼو کې خپل مطالب په انلاین ډول خپروي.

د افغانستان د ورځپاڼو په سر کې د اطلاعات روز ورځپاڼه را اخلو.

اطلاعات روز

دغه ورځپاڼې په پاکستان کې د افغان کډوالو حالاتو ته په اشارې سره، د ملګرو ملتونو د عفوي د نړیوال سازمان (Amnesty International) راپور ته انعکاس ورکړی چي یې د پاکستان له حکومت څخه له افغان کډوالو سره، د نرم چلند غوښتنه کړې ده.

اطلاعات روز لیکي: د عفوې نړيوال سازمان د کډوالو د نړيوالې ورځې په مناسبت د پاکستان له دولت څخه غوښتي وه چې د پناه‌غوښتونکو خپلسرې نيونې او ځورونې دې ودروي.

ورځپاڼه په یو بل خبر کې لیکي چي تیره ورځ د افغانستان د ښځو او نجونو په اړه د بشري حقونو د شورا په غونډه کې د بشري حقونو مدافع مدينې محبوبې د طالبانو له سرپرست حکومت سره د نړيوال تعامل غوښتنه وکړه چي دا د افغان مېرمنو له غبرګون سره مخامخ شوی دی.

د ورځپاڼې له راپور سره سم، د معترضو  افغان ښځو د خوځښتونو ايتلاف د بشري حقونو د شورا د دغې ګډونوالې څرګندونو ته چې له طالبانو سره يې د نړيوال تعامل غوښتنه کړې، غبرګون ښودلی او ويلي يې دي چې که طالبان تعامل او خبرو-اترو ته ژمن وای نو تر اوسه يې بايد له هغو ژمنو يوه عملي کړې وای چې له نړيوالې ټولنې سره يې کړې دي.

ورځپاڼه همدارنګه په یو بل خبر کې لیکي: د ارزګان ولايت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ريیس اغاولي قريشي یوې جوړې شوې مشاعرې ته په خطاب کې ویلي چي چې د ملاهبت‌الله له لوري ورته سپارښته شوې چې شاعران دې په هيڅ ګوند، وزير، والي او هيچا پسې شعر نه جوړوي او هیچا ته اجازه نه شته چي د ملا هبت الله پرته د بل چا ستاینه وکړي.

کلید انلاین خپرونه

دغې خپرونې بیا لیکي چي په افغانستان کې د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت په فلسطین کې د اسراییلو رژیم له خوا په پرلپسې ډول د فلسطیني وګړو د وژل کېدو په تړاو اندېښنه ښودلې ده.

د کلید له راپور سره سم، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت  ویاند عبدالقهار بلخي پر ټوېټرپاڼه لیکل شوي چې د افغانستان سرپرست حکومت د فلسطین په جنین ښار کې د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې د فلسطیني وګړو وژل کېدل په سختو ټکو غندي.

ده زیاته کړې چې د اسراییلي ځواکونو له خوا د فلسطینیانو وژل او ځورول له نړیوالو، اسلامي او انساني قوانینو څخه ښکاره سرغړونه ده او دا ډول کړنې د نړۍ د مسلمانانو احساسات راپاروي.

دغه خپرونه همدارنګه د یونان په اوبو کې د کډوالو د کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې ګڼ شمېر افغان کډوالو ته هم مرګژوبله اوښتې ده خو د ایټالیا هېواد په پایتخت روم ښار کې د افغانستان سفارت په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې د یادې کښتۍ په ډوبېدو کې څومره افغانان مړه شوي دي.