په چین کې چاودنه لسګونو کسانو ته مرګژوبله اړولې
Jun 22, 2023 10:05 Asia/Kabul
په چین کې په یوه رسټورانت کې د چاودنې د امله ۳۱ کسان وژل شوي دي.
د شین هوا له راپور سره سم، چاودنه د دې هیواد په شمال لوېدیځه برخه ینچوان ښار کې په یوه رسټورانت کې رامینځ ته شوې او ګاز د چاودنې لامل بلل شوی دی.
دغه چاودنه کې ۳۱ کسان وژل شوي او ۷ تنه زخمیان شوي دي.
د چین ولسمشر شي جین پینګ د یوې اعلامیې په صادرولو سره، د چاودنې له قربانیانو سره د مرستې او درملنې لپاره د پوره هلوځلو غوښتونکی شو او ټینګار یې وکړ چي باید په صنعتي برخو کې او د خلګو د ژوندانه د ساتنې په موخه د امنیت او چاپیریال نظارتي تابیاوې مضبوطې شي.
ټیګونه