په برازیلیا کې د ایراني فلمونو او انځورونو نندارتون
د ايران او برازيل د دوه اړخيزو اړيکو د ټينګېدو د ۱۲۰مې کليزې په مناسبت د برازيل په يو کلتوري مرکز کې د درې ايراني فلمونو نندارې ته د اېښودلو ترڅنګ د انځورونو نندارتون جوړ کړ.
د ايران او برازيل د دوه اړخيزو اړيکو د ټينګېدو د ۱۲۰مې کليزې په مناسبت د برازيل په يو کلتوري مرکز کې د درې ايراني فلمونو نندارې ته د اېښودلو ترڅنګ د انځورونو نندارتون جوړ کړ.
د فارس خبری اژانس د رپوټ له مخې په برازیل کې د ایران سفیر «حسین قریبی» د ایران او برازیل ترمېنځ د دوه اړخیزو تعلقاتو د جوړېدو د ۱۲۰مې کالیزې په مناسبت د انځورونو د نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د دغه هېواد ۱۲۰ کلیزې ته په اشارې سره د دوه اړخيزو اړيكو د كلونو تاریخچې په اړه وويل: برازيل او ايران نه یواځې په اقتصادي او سوداګریزه برخه کې ملګرتیا لري، بلکې په فرهنګي بهیر کې هم تبادلې د ښې ملګرتیا بېلګه ده.
برازیلي چارواکو د خبرو پر مهال وویل، ايران او برازيل په کلتوري، سياسي او اقتصادي ډګرونو کې ښې همکارۍ لري او د ايران د انځورونو نندارتون د برازيل د پلازمېنې لپاره کلتوري ډالۍ ده.
د ايران او برازيل د دوه اړخيزو اړيكو د ټينګېدو د ۱۲۰مې كليزې په مناسبت د انځورونو نندارتون به درې اوونۍ دوام وكړي او د ايران درې فلمونه "رخ دیوانه"، "حوض نقاشی" او "طعم شیرین خیال" به په پرتګالي ژبه نندارې ته وړاندې شي.