د قرآن کریم په سپکاویو پسې د بشری حقوقو بیړنۍغونډه جوړیږی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i135340-د_قرآن_کریم_په_سپکاویو_پسې_د_بشری_حقوقو_بیړنۍغونډه_جوړیږی
 د بشری حقوقو  شورا به په جینوا کې  چې د جولائي تر څوارلسمې نیټې پورې غونډه جوړوي،د پاکستان په غوښتنې پسې به د یوه فوری بحث لپاره خپله ایجنډا بدله کړي.
(last modified 2023-07-05T01:53:58+00:00 )
Jul 05, 2023 06:20 Asia/Kabul
  • د قرآن کریم په سپکاویو پسې د بشری حقوقو بیړنۍغونډه جوړیږی

 د بشری حقوقو  شورا به په جینوا کې  چې د جولائي تر څوارلسمې نیټې پورې غونډه جوړوي،د پاکستان په غوښتنې پسې به د یوه فوری بحث لپاره خپله ایجنډا بدله کړي.

د ملګرو ملتو د بشری حقوقو شوراپه سویډ کې د قرآن کریم  د سپکاویو  د ارزونې لپاره  د پاکستان په غوښتنې سره بیړنۍ غونډه جوړه کړه .

سماء خبری آژانس راپورور کړ،  د ملګروملتو د بشری حقوقو د شورا ویندوی پاسکل  سیم  پرون ناوخته په یولړ څرګندونو کې ووئیل ، په سټاکهم کې  په هغې پیښې پسې چې  د نړئ غوسه ئې راپارولې ده ،دقرآن کریم د سپکاویو باندې د فوری غور لپاره به بیړنۍ غونډه  جوړه کړي .

ددغې شورا ویندوی زیاته کړه،  د ملګروملتو دبشری حقوقو  شورا  به له مخکې پلان شوي  ددینی نفرت  د اندیښمنونکو اعمالو  دزیاتیداب باب  چې په ځينو اروپائي او نورو هیوادونو کې د قرآن کریم  په سپکاویو سره رابرسیره کیږي، دبحث لپاره فوری غونډه جوړه کړي.

 د بشری حقوقو  شورا به په جینوا کې  چې د جولائي تر څوارلسمې نیټې پورې غونډه جوړوي،د پاکستان په غوښتنې پسې به د یوه فوری بحث لپاره خپله ایجنډا بدله کړي.