د قرآن کریم په سپکاویو پسې د بشری حقوقو بیړنۍغونډه جوړیږی
د بشری حقوقو شورا به په جینوا کې چې د جولائي تر څوارلسمې نیټې پورې غونډه جوړوي،د پاکستان په غوښتنې پسې به د یوه فوری بحث لپاره خپله ایجنډا بدله کړي.
د ملګرو ملتو د بشری حقوقو شوراپه سویډ کې د قرآن کریم د سپکاویو د ارزونې لپاره د پاکستان په غوښتنې سره بیړنۍ غونډه جوړه کړه .
سماء خبری آژانس راپورور کړ، د ملګروملتو د بشری حقوقو د شورا ویندوی پاسکل سیم پرون ناوخته په یولړ څرګندونو کې ووئیل ، په سټاکهم کې په هغې پیښې پسې چې د نړئ غوسه ئې راپارولې ده ،دقرآن کریم د سپکاویو باندې د فوری غور لپاره به بیړنۍ غونډه جوړه کړي .
ددغې شورا ویندوی زیاته کړه، د ملګروملتو دبشری حقوقو شورا به له مخکې پلان شوي ددینی نفرت د اندیښمنونکو اعمالو دزیاتیداب باب چې په ځينو اروپائي او نورو هیوادونو کې د قرآن کریم په سپکاویو سره رابرسیره کیږي، دبحث لپاره فوری غونډه جوړه کړي.
د بشری حقوقو شورا به په جینوا کې چې د جولائي تر څوارلسمې نیټې پورې غونډه جوړوي،د پاکستان په غوښتنې پسې به د یوه فوری بحث لپاره خپله ایجنډا بدله کړي.