د کونډو او سرپرستو مېرمنو ژوند له ګواښ سره مخ دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i135714-د_کونډو_او_سرپرستو_مېرمنو_ژوند_له_ګواښ_سره_مخ_دی
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې د دوی د بودیجې کمښت د کونډو او هغو کورنیو ژوند له ګواښ سره مخ کړی، چې ښځې یې اداره کوي.
(last modified 2023-07-14T22:17:24+00:00 )
Jul 15, 2023 02:45 Asia/Kabul
  • د کونډو او سرپرستو مېرمنو ژوند له ګواښ سره مخ دی

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې د دوی د بودیجې کمښت د کونډو او هغو کورنیو ژوند له ګواښ سره مخ کړی، چې ښځې یې اداره کوي.

د آزادۍ راډیو د خبر له مخې، دا څرګندونې داسې وخت کېږي، چې د ملګرو ملتونو ګڼو همکارو ادارو ویلي چې روان میلادي کال د بودیجې له کمښت سره مخامخې دي او دې ستونزې اړو کسانو ته د بشري مرستو رسولو چارې هم اغېزمنې کړې دي.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ویاند وحید الله اماني ویلي چې د خوراکي توکو د مرستې رسونې محدودیت، کونډې او هغه کورنۍ اغېزمنې کړي، چې د ښځو له خوا اداره کېږي.

ملګرو ملتونو ویلي، چې په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو افغانانو شمېر په روان ۲۰۲۳م کال کې، ۲۹ میلیونو ته نږدې شوی دی.

په افغانستان کې مخکې هم په میلیونونو کسان بشري مرستو ته اړ وو، خو پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیاټینګولو وروسته، په دغه هېواد کې اقتصادي کړکېچ لا پسې پراخ او بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر لا زیات شو.

وروستیو بدلونونو ښځې او نجونې ډېرې اغېزمنې کړې. نجونې تر شپږم ټولګي پورته نور تعلیم نه شي کولای او د پوهنتون له زده کړو هم منع شوې دي.

په ګڼو دولتي ادارو کې ښځې له کاره ایستل شوي، دغه راز په غیردولتي موسسو او د ملګرو ملتونو په اړوندو ادارو کې هم د ښځو د کار مخنیوی شوی دی.