پریګوژین د پوټین وړاندیز نه دی منلی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i135726-پریګوژین_د_پوټین_وړاندیز_نه_دی_منلی
د واګنر د اورپکو مشر  پریګوژین د روسیې د فوځ په چوکاټ کې د فعالیت لپاره د روسیې د ولسمشر پوتین وړاندیز رد کړی دی.
(last modified 2023-07-15T05:38:22+00:00 )
Jul 15, 2023 10:05 Asia/Kabul
  • پریګوژین د پوټین وړاندیز نه دی منلی

د واګنر د اورپکو مشر  پریګوژین د روسیې د فوځ په چوکاټ کې د فعالیت لپاره د روسیې د ولسمشر پوتین وړاندیز رد کړی دی.

واګنر یو امنیتي شرکت دی چي د اوکراین په جنګ د روسیې د فوځ ملاتړ کاوه خو تېره میاشته د دې امنیتي شرکت مشر د روسیې له دفاع وزیر او لوی درستیز سره، د اختلاف په خاطر په اوکراین کې د جنګ د میدان په پرېښودلو سره، د روسیې خاورې ته ورننوتلي وه او ځینې ښارونه او لویې لارې یې نیولي وي چي د بلاروس د ولسمشر په مینځګړیتوب سره بلوا ختمه شوه او د واګنر ځواکونه بلاروس ته لاړل.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین تېره ورځ رسنیو ته وویل چي د واګنر د ډلې مشر یوګني پریګوژین د روسیې له فوځ سره، د واګنر د اورپکو د یو ځای کېدو لپاره د هغه له وړاندیز سره مخالفت کړی دی.

د روسیې ولسمشر زیاته کړه: د واګنر ډلې ته دا فرصت ورکول شو چي په روسیه کې خپل سازماني فعالیت ته دوام ورکړي او خپل هیواد ته خدمت وکړي لیکن پریګوژین مخالفت وکړ.

دې سره هممهاله بلاروس اعلان وکړ چي د واګنر د امنیتي شرکت ځواکونه د مینسک په جنوب ختیځو سیمو کې د دې هیواد فوځیانو ته روزنه ورکوي.

بلاروس په داسي حال کې د واګنر له لورې د خپلو فوځیانو د روزلو خبر ورکړی چي د روسیې دفاع وزارت اعلان وکړ چي دغه ډله خپلې وسلې د روسیې فوځ ته ورسپاري.