سویلي کوریا کې اورښتونه؛ د مړو شمېر ۳۲ کسانو ته رسېدلی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i135796-سویلي_کوریا_کې_اورښتونه_د_مړو_شمېر_۳۲_کسانو_ته_رسېدلی
په سویلي کوریا کې د سختو اورښتونو، سېلابونو او ځمکې ښویېدو له امله، د مړو شمېر پرون یکشنبه ۳۲ کسانو ته زیات شو.
(last modified 2023-07-17T20:05:29+00:00 )
Jul 17, 2023 01:25 Asia/Kabul
  • د سویلي کوریا یوه سیمه، چې وروستیو اورښتونو ځپلې ده
    د سویلي کوریا یوه سیمه، چې وروستیو اورښتونو ځپلې ده

په سویلي کوریا کې د سختو اورښتونو، سېلابونو او ځمکې ښویېدو له امله، د مړو شمېر پرون یکشنبه ۳۲ کسانو ته زیات شو.

د آزادۍ راډیو د خبر له مخې، د سویلي کوریا رسنیو راپور ورکړی، چې پرون سهار شپږ مړي د دغه هېواد په مرکزي ښار اوسونګ کې له یوه سېلاب ځپلي تونل وموندل شول چې د مړو شمېر ورسره ۳۲ ته زیات شو.

لږ تر لږه لس کسان لا هم تری تم دي. چارواکي په دې باور دي، چې د مړو شمېر ښايي نور هم زیات شي.

په دغه هېواد کې د پشه کال یا موسمي بارانونه له تېرې اونۍ روان دي، چې د سختو سېلابونو او ځمکې ښویېدو سبب شوی دی.

په ګڼو ساحو کې برېښنا د لنډ وخت لپاره پرچاو شوې ده.

تر ۷ زره زیات کسان د سېلاب له خطره د خوندیتوب لپاره د دوی له کورونو نورو ځایونو ته لېږدول شوي دي.