په سوډان کښې سخت جنګونه روان دي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د سوډان پوځ د هیواد په مختلفو سیمو کښې د پوځ او د چټک غبرګون د ځواکونو ترمینځ د سختو جنګونو خبر ورکړ.
د سوډان د پوځ هوايي ځواک نن سهار وختي د پلازمینې خرطوم په شاوخوا کښې په یوشمیر سیمو بمبارې وکړې.
د سوډان د پوځ توپونو هم پرون د «ام درمان» ښار په جنوب کښې د چټک غبرګون د ځواکونو په مرکزونو ډزې وکړې.
د سوډان پوځ دغه راز په مرکز کښې د« الابیض» ښار په لویدیځ او جنوب کښې د چټک غبرګون د ځواکونو په مرکزونو بمبارې وکړې.
د سوډان پوځ نن سهار په یوې بیانیې کښې وویل په وورستیو بریدونو کښې د چټک غبرګون اتلس ځواکونه وژل شوي او هغوې ته زیات تاوانونه هم رسیدلي دي.
د سوډان د پوځ او د چټک غبرګون د ځواکونو ترمینځ د قدرت پرسر وسله والې جګړې د روان میلادي کال د اپریل د میاشتې له پینځلسمې نیټې څخه پیل شوي دي چې له کبله یې تراوسه د دواړو لورو څو سوه کسان وژلي او ډیر خلک یې کډوال کړي او کابو درې میلیونه خلک نورو هیوادونو ته تښتیدلي هم دي.