نړیواله ټولنه باید د افغانستان خلک یوازې پرې نه ږدي
Jul 22, 2023 01:35 Asia/Kabul
د فارس خلیج د همکارۍ شورا او د منځنۍ آسیا د پنځو هېوادونو د مشرانو لومړۍ غونډه په جده کې جوړه شوه. په دې غونډه کې برخه والو هېوادونو له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان خلک يوازې پرې نه ږدي.
د افغان غږ خبري آژانس د خبر له مخې، د قرغزستان ولسمشر په جده کې د مرکزی آسیا او د فارس خلیج د ملګرتیا شورا د مشرانو په غونډه کې د افغانستان حالات ډېر د اندېښنې وړ بللی.
د قرغزستان ولسمشر د غونډې ګډونوالو ته په خطاب کې ویلي چې: د افغانستان وضعیت زموږ لپاره ډېر د اندېښنې وړ دی. موږ په دې باور یو چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان ځورېدلي خلک په انزوا کې نه پرېږدي.
له بلې خوا د تاجکستان ولسمشر په افغانستان کې د ټولو توکمونو په شتون سره د یوه ټولګډونه حکومت د جوړولو غوښتنه وکړه.
ټیګونه