د هیوادونو قرباني کول: په بهرني سیاست کښې د امریکا سټراټيژۍ:-
په بهرني سیاست او پالیسۍ کښې د امریکا یوه سټراټيژۍ د هیوادونو په تیره بیا د نا غږمله هیوادونو قرباني کول دي.
امریکا د پخواني شوروي اتحاد له دړې وړې کیدا وروسته د نړیوال نظام په یوازنۍ سلطې بدله شوه خو یو قطبي نظم او د امریکا یواړخیزه توب په تیره بیا د یویشتمې پیړۍ په دوهمه لسیزې کښې ځوړتیا وموندله او نړیوال نظام د څو قطبي نظم په لور حرکت وکړ.
چین ، روسیه ، اروپايي اتحادیه او د ایران په شان نور څرګند شوي قدرتونه په هغو هیوادونو کښې شامل دي چې د امریکا په مشرۍ یواړخیزه توب او یو قطبي نظم یې له چیلنج او ننګونې سره مخ کړی دی.
امریکا د یو قطبي نظم د ځوړتیا له بهیر سره د مقابلې لپاره بیلابیلې سټراټيژیانې غوره کړې.
له بایکاټ او ډالر څخه اوزاري استفاده، د نا غږمله قدرتونو پرضد د ائتلاف جوړول په تیره بیا د هیوادونو ترمینځ جنګونو او کورنیو کړکیچونو کښې د دغو هیوادونو ښکیلول د امریکا په سټراټيژیو کښې شامل دي.
دغه سټراټيژیانې هم په جلا ډول او هم په ترکیبي ډول د هیوادونو پرضد کارول کیږي.
ایران ، روسیه ، سوریه ، یمن او اوکراین هغه تر ټول مهم هیوادونه دي چې د امریکا د ظالمانه سیاستونو قرباني شوي دي.
ایران له بایکاټ او ډالرو او د سوریې او حتی د یمن په جنګ کښې له ښکیلیدا د امریکا د اوزاري استفادې کتونکی دی .
سوریه هم له دوه زره یولسم میلادي کال راپدیخوا د داسی جنګ کتونکی وه چې مقابل لوری یې د نړۍ د لسګونو هیوادونو ټروریسټان وو چې امریکا او د هغې متحدانو یې ملاتړ کاوه.
یمن هم له دوه زره پینځلسم میلادي کال راهسې په لویدیځې اسیا سیمې کښې د مقاومت د قدرتمن کیدا د مخه د نیولو لپاره د سعودي عربستان په چورلیزتوب او د امریکا په ملاتړ سره د یوه جنګ کتونکی دی.
روسیه چې د امریکا تر ټولو مهم نړیوال سیال دی د تیر میلادي کال له فرورۍ میاشتې راهسې د اوکراین په جنګ کښې ښکیله شوه.
د دغه جنګ اصلي هدف چې د لویدیځو هیوادونو په مدیریت سره پیل کړی شو او دغه جنګ اوس ستومانه شوی هم دی د روسیې د نړیوال مقام کمزوري کول او په نړیوال نظام کښې د روسیې د موقعیت د پیاوړي کیدونکي بهیر مخه نیول دي.
د دغه جنګ ستر قربانیان هم د اوکراین خلک دي کوم چې د روسیې په وړاندې د امریکا د بهرني سیاست په یوه اوزار بدل شوي دي.
په همدې لړ کښې د سوریې ولسمشر بشار اسد چې په تیرې سه شنبې ورځ د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د ځانګړي استازي الکساندر لاورنتینف او د ورسره پلاوي کوربه و د امریکا لخوا د نورو هیوادونو په قرباني کولو باندې نیوکې سره وویل امریکا او لویدیځو هیوادونو نړیوال اقتصادي او سیاسي کړکیچ رامینځته کړی او دوې سبب شول چې د نړۍ په سویه بې ثباتۍ رامینځته شي.
د دغو هیوادونو هدف د نړۍ په سویه د روسیې د مقام له مینځه وړل دي او په همدې لړ کښې یې له اوکراین څخه د اوزار په توګه استفاده وکړه.
د هیوادونو د قرباني کولو د سټراټيژۍ اصلي نتیجه له هیوادونو څخه خارج ته او دغه راز په داخل کښې د میلیونونو کسانو کډوالیدل ، او وژل کیدا او ژوبلیدل او د سلګونو زره کورونو او ودانیو له مینځه تلل او د میلیونونو خلکو بې کوره کیدل او د هدف وړ هیوادونو ته د سلګونو میلیارډه ډالره اقتصادي تاوانونونو رسول دي.
د دغو هیوادونو خلک د یو قطبي او د یواړخیزه نظام د ختمولو او د سیالو هیوادونو د قدرتمن کیدا د مخه د نیولو لپاره د امریکا د سیاستونو قرباني شول.
په دغه پیښه کښې بل تریخ ټکی دا دی امریکا چې په خپله د دغو کړکیچونو عامله ده د کړکیچ له بڼه خپلیدا وروسته په دغو هیوادونو کښې د ملکي وګړو او د بشري حقوقو د دفاع ادعا کونکي کیږي او د هدف وړ هیوادونو پرضد د ملګروملتونو له امنیت شورا ګټه پورته کوي.