Jul 31, 2023 17:29 Asia/Kabul
  • د جګړې له پیله تر ۷ سوه زره ډېر اوکرایني ماشومان روسیې ته لېږدول شوي

پر اوکراین د روسیې د یرغل له پيله له ۷ سوه زرو ډېر اوکرایني ماشومان روسیې ته لېږدول شوي دي.

د آزادۍ راډیو د خبر له مخې، دا خبره د روسیې د ماشومانو کمېشنرې ماریا لوا بېلوا پرون یکشنبه په یوه راپور کې وکړه.

په راپور کې ویل شوي چې اکثره دغه ماشومان له خپلو والدینو یا خپلوانو سره روسیې ته بیول شوي دي.

د تېرې مارچ میاشتې په ۱۷مه نېټه په هاګ کې د جرمونو نړیوالې محکمې د روسیې د ماشومانو کمېشنره ماریا لوا بیلوا او د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین روسیې ته د اوکرایني ماشومانو د انتقال له کبله په جنګي جنایت تورن کړل او د هغوی د نیولو حکم یې صادر کړ.

ټیګونه