په نړۍ کې تر ۱۱۸ میلیونه ډېرې نجونې له زده کړو بې برخې دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i136792-په_نړۍ_کې_تر_۱۱۸_میلیونه_ډېرې_نجونې_له_زده_کړو_بې_برخې_دي
د ملګرو ملتونو تعلیمي اداره، یونسکو وايي چې په نړۍ کې تر ۱۱۸ میلیونه ډېرې نجونې له زده کړو بې برخې دي.
(last modified 2023-08-07T07:57:32+00:00 )
Aug 07, 2023 12:24 Asia/Kabul
  • په نړۍ کې تر ۱۱۸ میلیونه ډېرې نجونې له زده کړو بې برخې دي

د ملګرو ملتونو تعلیمي اداره، یونسکو وايي چې په نړۍ کې تر ۱۱۸ میلیونه ډېرې نجونې له زده کړو بې برخې دي.

د آزادۍ راډیو د خبر له مخې، یونسکو پرون یکشنبه په یوه ټویټ کې ویلي، په کار ده چې د زده کړو او د ښځو اونارینه وو د برابرۍ لپاره بودیجه زیاته شي او لازمه ده چې دا کار همدا اوس وشي.

یونسکو دا ټویټ په داسې حال کې خپور کړی، چې په افغانستان کې نجونې له نږدې دوو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو بې برخې شوي دي.

افغانستان په نړۍ کې یوازېنی هېواد دی چې نجونې د لېسې او پوهنتون د دورې له زده کړو محرومې دي.

بلخوا داسې هم ویل کېږي چې طالبانو له لسو کلونو پورته نجونو ته د زده کړو اجازه نه ده ورکړې، چې له دې سره به نجونې یوازې تر څلورم ټولګي د زده کړو اجازه ولري.