۷۰ سلنه افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i137468-۷۰_سلنه_افغانان_د_فقر_تر_کرښې_لاندې_ژوند_کوي
د کډوالو نړیوال سازمان ویلي چې په سلو کې ۷۰ سلنه افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او بېکاره دي.
(last modified 2023-10-10T09:55:45+00:00 )
Aug 22, 2023 08:21 Asia/Kabul
  • ۷۰ سلنه افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي

د کډوالو نړیوال سازمان ویلي چې په سلو کې ۷۰ سلنه افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او بېکاره دي.

د افغان غږ خبري آژانس د خبر له مخې، د کډوالو نړیوال سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان اقتصاد له سقوط سره مخ دی، کوچني او متوسطه سوداګري خپل کارګران له دندو ګوښه کوي او د بېکارانو شمېر د هرې ورځې په تېرېدو سره مخ په زیاتېدو دی.

 دغه نړیوال سازمان زیاته کړه چې سږ کال له ۶۰ زره اړمنو کورنیو سره د مرستې لپاره ۴۱ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

 کارپوهان په دې باور دي، چې په افغانستان کې د فقر او لوږې د ډېرېدو لامل د لوېديځو هېوادونو په ځانګړې توګه د امريکا له خوا د افغانستان د شتمنيو بندول او بنديزونه دي.

 باید وویل شي، چې په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د هغو کسانو شمېر ۲۹ میلیونه دی، چې بشري مرستو ته اړتیا لري.