د نجونو پر زده کړو د بندیز له امله افغانستان ته ۵.۴ میلیارد ډالره زیان اوښتی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i137476-د_نجونو_پر_زده_کړو_د_بندیز_له_امله_افغانستان_ته_۵.۴_میلیارد_ډالره_زیان_اوښتی
د پاملرنې نړیواله موسسه وايي، چې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو له بندیز سره دغه هېواد ۵.۴ میلیارده ډالره زیانمن شوی دی.
(last modified 2023-08-22T08:09:14+00:00 )
Aug 22, 2023 12:36 Asia/Kabul
  • د نجونو پر زده کړو د بندیز له امله افغانستان ته ۵.۴ میلیارد ډالره زیان اوښتی

د پاملرنې نړیواله موسسه وايي، چې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو له بندیز سره دغه هېواد ۵.۴ میلیارده ډالره زیانمن شوی دی.

د کلید ګروپ د خبر له مخې، یادې ادارې په خپل یو تازه راپور کې ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې ۸۰ سلنه نجونې له زده کړو بې برخې دي او ۳۰ سلنه نورو یې هېڅ زده کړې نه دي کړې.

 د سرچینې د معلوماتو له مخې، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، د نجونو پر ښوونځیو د بندیز له امله، ۱.۱ میلیون نجونې له زده کړو بې برخې شوې، خو د دوه کلونو په تېرېدو او په پوهنتونونو کې هم د نجونو پر زده کړو له بندیز وروسته یې اوس شمېر ۲.۵ میلیونو ته رسېدلې دی.

په همدې حال کې دغې موسسې ویلي چې اوس مهال دوی د سیمه‌ ایزو ټولګیو له لارې یو زر او ۵۰۰ نجونو ته د زده کړو زمینه برابره کړې ده.

په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې له ننګونو سره سره، لاهم نجونې په خورا لېوالتیا زده کړو ته دوام ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، په کور دننه له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو منع شوې دي.

طالبان وايي، چې د یو مناسب چوکاټ په رامنځته کولو سره به نجونو ته د زده کړو زمینه برابره کړي، خو لاهم په دې برخه کې کوم عملي اقدام نه دی شوی.