Aug 30, 2023 15:24 Asia/Kabul
  • د نړۍ په معادلاتو کې د چین په بې بدیله رول باندې  د انګلستان  اعتراف

انګریز خارجه وزیر بیجینګ ته د سفر په درشل کې وئيلي دي ،دنړۍ هیڅ یو مشکل  د چین له رول پرته د حل وړ نه دی.


جیمز کلِوَرلي د انګلستان لومړنی خارجه وزیر دی چې په تیرو پنځو کلونو کې چین ته سفر کوي،  دهغه له نظره، له چین سره دانګلستان د اړیکو مدیریّت مهم دی. انګلستان  له اروپائي اتحادئې څخه له وتلو وروسته  له دغې اتحادئې څخه  دیوه خپلواکه لوبعاړي په توګه هڅه کوي، په عین حال کې هڅه کوي ،تل  دنړیوالو بدلونونو په  وړاندې د امریکا له سیاست سره غږمله رول ولوبوي .

له دې امله  انګریز خارجه وزیر  په داسې شرائطو کې بیجینګ ته سفر کوي  چې  له امریکا او حتی له انګلستان  سره د چین اړیکې څه خاص  سویه نه لري او له چین سره د انګلستان د اړیکو پر مدیریّت مشتملې د جیمز کلِوَرلي  څرګندونې  ظاهرا  پر دې موضوع څارنه  ده چې لندن   د چین په وړاندې  له امریکا  څخه  د توپیري سټراتژۍ  دغوره کولو  په لټه کې  دی . داپه  داسې حال کې دي چې انګلستان  له جاپان او آسټریلیا سره  د پوځي ملګرتیاؤ د پیاوړتیا لپاره   په جدي توګه  له امریکا سره همپاله پر چین ددباؤ  اعمالول تعقیبوي.

د نړیوالو چارو یو کارپوه او شناندی لی شی هوانګ  په دې باب وائي، دانګلستان سیاست که څه هم له امریکا سره ملتیا  ده ، خو  دواړه لوري د نړیوالونونو په ډګر کې  د چین پر زیاتیدونکي قدرت سترګې نشي پټولی،په عین حال کې ددوي یعني د   لندن او واشنګټن کلی سیاست د خپلو سیمه ایزو او نړیوالو سیاستونو او پروګرامونو په مدار کې  دچین د راوستو لپاره   هڅه ده چې  بې شکه چین  په دغه چوکاټ کې  نه ورځي .

 د انګلستان له نظره ،  د آب وهوا  د بدلونونو  رانیولې ، د کرونائي بحران،له نړیوالې اقتصادي بې ثباتۍ  رانیولې د ایټمی وسلود موضوع ترمخنیونې پورې  د مسئلو پشمول درست نړیوال  مهم مشکلات، د چین له ګډون پرته،د حل وړ نه  دي . دا په داسې  حال کې دي چې  د بیجینګ له نظره ،لویدیځ   په نړیواله سویه  د  ډيرو زیاتو مشکلاتو عامل او سبب دی او د چین او روسیې او ایران پشمول ختیځي هیوادونه  د بریکس ډلې پشمول  دنړیوالو اورګانونو په رامینځةکولو سره ،د نړیوال عدالت په اساس  دنړیوالو بحرانونو او ترینګلتیاؤ په حل پسې دي .

په داسې شرائطو کې چې لویدیځي نړۍ  د  ختیځ له خ وا  د نړیوال بحران د مدیریّت  په وړاندې  اندیښنه احساسوي ، د چین په نړیوال اهمیّت   اعتراف کوي څو بیجینګ قانع کړي چې  پر مځکې  د دتش په نامه نړیوالو لویانو او له دوي سره  غږمله رول ولوبوي. په دې باب د چین د خارجه وزیر څرګندونې چې  دچین نړیوال اهمیّت ،تاریخ او پراختیا په دې معنا ده چې  ورباندې سترګې نشي پټيدلی، البته  دا چاره په نړیوال ډګر کې  له مسئولیّت منلو سره  یو ځای ده، ددغه واقعیّت تائيد دی . داپه داسې حال کې دي چې دچین انګلستان او ا مریکا  له نظره مسئولیّت منل توپیر لري.

د نړیوالو چارو یو کارپوه او شناندی  ابوالفضل ظهره وند  هم په دې باب وائي ، لویدیځ   نړیوال مسئولیّت منل  د خپلې لیدتوګې په اساس تعریفوي  او هڅه کوي، نور په دې  چوکاټ کې رول ولوبوي . داپه داسې حال کې دي چې  آب وهوا په بحث کې دا د ټرمپ په وخت کې د امریکا حکومت ؤ چې  له تړونه ووت او چین هڅه وکړه ،دهغو په ځاي رول  ولوبوي . پر دې اساس لیرې ښکاري ، چین   وغواړي ،د نړیوالو مسئلو په باب  خپل سیاستونه او پروګرامونه  له انګلستان او امریکا سره غږمله  کړي.

په هرحال  انګریز خارجه وزیر په داسې حال کې بیجینګ ته سفر کوي ، چې    ددوو اړخیزو اړیکو سویه ډیره ټيټه شوې ده .  د تایوان او هنګ کنګ په چارو کې د انګلستان دومدارو لاسوهنو، د  جین  د غوسې څپه راولاړه کړې ده . په عین حال کې  د  اجتماعي تلومو په چیني اکاډمۍ کې د اروپائي مطالعاتو  دموسیسې څیړاند تیّن ډیون ، چین ته د جیمز کلِوَرلي سفر،د لندن او بیجینګ  داړیکو په ښه کولو مثبتې اغیزې وشیندي،البته  په نړیوال نظام کې د چین نوي ځائيګي ته په پام سره  داسې ښکاري،د لندن او بیجینګ د اړیکو ښه والی ، د هانګ کانګ پشمول  د انګلستان د تیروتنو له ختمولو سره اړونده  دی ،ځکه لندن  هماغه شان  د هانګ کانګ  اوا حتی د  تایوان له  مسئلو، پر چین د دباؤ د اړم په توګه استفاده کوي. چې بیجینګ  په کرتو دا ټاټوبي خپلې سرې کرښې اعلان کړي دي .     

 

 

ټیګونه