حسیني اربعین د اسلامي نړۍ ستره غونډه ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i137890-حسیني_اربعین_د_اسلامي_نړۍ_ستره_غونډه_ده
د ایرنا له راپور سره سم د ایران د اسلامي انقلاب د ساتندویه ځواک عمومي قوماندان جنرال حسین سلامي نن د شلمچې له پولې په کتنه کې وویل د حسیني اربعین د زایرینو ډیر زیات شتون د اسلام د دښمنانو په خلې پیاوړی سوک دی .
(last modified 2023-09-01T09:48:24+00:00 )
Sep 01, 2023 14:04 Asia/Kabul
  • حسیني اربعین د اسلامي نړۍ ستره غونډه ده

د ایرنا له راپور سره سم د ایران د اسلامي انقلاب د ساتندویه ځواک عمومي قوماندان جنرال حسین سلامي نن د شلمچې له پولې په کتنه کې وویل د حسیني اربعین د زایرینو ډیر زیات شتون د اسلام د دښمنانو په خلې پیاوړی سوک دی .

د کربلا په دښته کښې د شهیدانو د سردار امام حسین علیه السلام له شهادته څلویښت ورځې وروسته چې د صفرې د میاشتې شلمه نیټه کیږي، د دغه شهادت څلویښتي ده چې اربعین ورته ویل کیږي.

دغه ورځ په دې وجه مشهوره ده چې د کربلا اسیران د ۶۱قمري کال د صفرې میاشتې په شلمه نیټه له شام نه د ستنیدو په وجه د کربلا د شهیدانو په تیره بیا د امام حسین علیه السلام د قبر د زیارت لپاره کربلا ته لاړل او دا شان د دې ورځې یو خاص عمل د امام حسین علیه السلام د پاکې روضې زیارت کول دي او له ټولې نړۍ مسلمانان په تیره بیا شیعیان له څو ورځې مخکښې نه پلي پښې ځانونه کربلا ته رسوي.