د آسماني کتاب قرآن کریم سپکاوی په مسلمانانو حمله ده
د نیجریه د اسلامی غورځنګ رهبر ووئيل، د قرآن کریم سپکاوي چې یو لوي آسماني کتاب دی ، د نړۍ په مختلفو سیمو کې په مسلمانو ملتونو حمله ده.
شیخ ابراهیم الزکزکي د نیجریه په ابوجا کې له ایران پریس سره په خصوصي خبرو کې د قرآن کریم د سپکاویو ددوام او ددغې دسیسې په شنډولو کې د مسلمانانو د رول په باب روښانه کړه ، اسلامی هیوادونه دهر هغه اروپائي هیواد په وړاندې چې د بیان دآزادۍ په پلمه د قرآن کریم د سپکاویو ملاتړ کوي،چورلټ او جدي اقدامات وکړي.
د نیجریه د اسلامی غورځنګ رهبر ددې خبرې په باب چې ولې قرآن سوځونې په اروپا کې کیږي ټينګار وکؤ، دوي پوهه شوي دي قرآن کریم د خداوندمتعال یوازینی پيغام دی او له هرډول بدلون او تحریفه خوندی دی او دا آسماني کتاب ددرست بشریّت د نجات یوازینۍ لاره ده .
شیخ ابراهیم الزکزکي زیاته کړې ده ، لویدیځوال متوجه شوي دي قرآن کریم څومره د مسلمانانو لپاره اهمیّت لري او له دغه اسلامی کتاب سره د اسلامی امت اړوندوالی سبب کیږی، هیڅوک ئې نشي بدلولی ، ځکه قرآن کریم دبدلیدا وړ نه دی.
د نیجریه د اسلامی غورځنګ رهبر په ځينو اروپائي هیوادونو کې د قرآن کریم آسماني کتاب د سپکاویو دوام ته د اسلامی هیوادونو د چورلټ اقدام په باب هم ووئيل، مسلمان امت او اسلامی هیوادونه باید د قرآن کریم دسپکاوي کونکو هیوادونو محصولات بایکاټ کړي. هغه ددې خبرې په کولو سره چې په اروپائي هیوادونو کې دې د قرآن کریم هرډول سپکاوي دمنع قانون وضع شي ووئيل، که دغه کار ونه کړي،نو ددوي په ضدبه خلک پاڅون وکړي،ځکه قرآن کریم د مسلمانانو یوه برخه ده.