د شمالی کوریا رهبر روسیې ته په سفر لاړ
(last modified Tue, 12 Sep 2023 09:05:37 GMT )
Sep 12, 2023 13:35 Asia/Kabul
  • د شمالی کوریا رهبر روسیې ته په سفر لاړ

د روسیې رسندویو   دهغو تصویرونو په خپرولو سره اعلان کړی دی چې دشمالی کوریا د رهبر ځانګړی ریل ګاډی څو شیبې وروسته د روسیې خاورې ه واردی شوی دی.

پرون  اعلان شوی ؤ چې د شمالی کوریا رهبر کیم جونګ اون  د روسیې د ولسمشر په بلنې سره  پيونګ یانګ څخه ماسکو ته روان شوی دی.

سپوټنیک خبری آژانس راپور  ورکړی،د روسیې رسندویو نن سهار  په راپورونو کې وئيلي دي ود شمالی کوریا د رهبر کیم جونګ اون زغروال  ریل ګاډی سهار پاؤباندې پنځه بجې په پریمورسکي سیمې کې د رازدولنایا سین له پلۀ تیر شوی او د شمال په لور ئې حرکت کړی دی.

کیم  په دغه سفر کې د شمالی کوریا د پوځي قوماندانانو،دشمالی کوریا دکرګر ګوند مسئولانو او حکومتي چارواکو څخه جوړ له یوه لوړپوړي پلاوي سره یو ځاي روسیې ته تللی دی .

دکرملین ماڼۍ هم اعلان کړی دی چې د روسیې او شمالی کوریا د مشرانو ترمینځ  به لیده کاته به یوه د ؛کمال او تمام کتنه؛ وي.

په همدې ارتباط د امریکا خارجه وزارت ویندوي متیو میلر هم وئيلي دي،چې واشنګټن روسیې ته د شمالی کوریا د رهبر سفر له نزدې په نظر کې ساتي او ددغه سفر  نتیجو ته په پام سره به ممکنه ده نوي بندیزونه اعمال شي.

روسیې ته دا د کیم جونګ اون دوهم سفر او له پوتین سره لیده کاته دي دی.د کیم جونګ اون و ولایدیمیر پوتین لومړنی لیده کاته د روسیې په ولادیو سټوک ښار کې په  ۲۰۱۹ کال  کې شوي وو.   

Image Caption