د ایران خلاف د اروپايي ټرائیکا تکراري او بې ارزښته ادعاوې
د انګلستان، فرانسې او جرمني دریو اروپايي هیوادونو پرون په یوې ګډې بیانیې کښې ادعا وکړه چې ایران په تیره مارچ میاشته کښې د ایټمي انرجۍ له نړیوال آژانس سره د ګډې بیانیې د ژمنو پابندي نه ده کړې.
د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د واکمنې شورا پړاویزه غونډه پرون(سه شنبه) د ۳۵ غړو هیوادونو په شتون سره په ویانا کښې ترسره شوه. په داسې حال کښې چې په دغې غونډې کښې د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف هیڅ پریکړه لیک صادر نه شو خو د انګلستان، فرانسې او جرمني دریو اروپايي هیوادونو په یو تکراري اقدام کښې د تهران خلاف یوه خبرپاڼه صادره کړه. دغو دریو هیوادونو په یاده ایراني ضده خبرپاڼه کښې له یوې خوا له ایرانه وغوښتل چې د کیمرو او څارونکو تجهیزاتو له دوباره لګولو سره موافقه وکړي او له بلې خوا مدعي شول چې ایران د ایټمي انرجۍ له نړیوال آژانس سره د مارچ میاشتې په ګډې بیانیې کښې د لیکلو روڼوونکو ژمنو د اجرا لپاره خپله هیڅ اراده نه ده ښودلې.
د دریو اروپايي هیوادونو بیانیه د ایټةي انرجۍ د نړیوال آژانس د عمومي منشي رافائل ګروسي د دوشنبې ورځې له ادعاو سره همغږه صادره شوه. هغه ویلي وو چې ایران په ۶۰ فیصده بډایونې سره د یورانیمو پخولو او د زیرمو زیاتولو ته دوام ورکوي او په نه اعلان شویو ایټمي سایټونو کښې له موندل شویو یورانیمو څخه د غیرقانوني اثراتو د شتون په لړ کښې معتبرې توضیح ته په مجبورولو کښې یې هیڅ پرمختګ نه دی شوی.
په دې وجه مهم ټکی دا دی چې د ګروسي څرګندونې او د اروپايي ټرائیکا بیانیه د ایران په اسلامي جمهوریت باندې د دباؤ په موخه صادره شوې ځکه چې د آژانس په چوکاټ کښې د ایران خلاف د پریکړه لیک د صادرولو لپاره هیڅ موافقه نه وه.
بل ټکی دا چې د ایران ضد تکراري بیانیې او څرګندونې په دې وجه هیڅ قانوني توجیه نلري چې په یواړخیزه ډول له ایران څخه غواړي خپلو اټومي ژمنو ته پاې بنده ووسي.
دا په داسې حال کښې دي چې امریکا په دوه زره اتلسم میلادي کال کښې په غیر قانوني اقدام کښې له اټومي تړون څخه ووتله او هم یې د ایران پرضد مخکني بایکاټونه له سره پیل کړل او هم یې نوی ظالمانه بندیزونه ولګول.
په دې سربیربه په داسې حال کښې چې د ایران اسلامي جمهوریت حتی له اټومي موافقې څخه د امریکا له وتلو وروسته خپلو اټومي ژمنو ته پاې بنده پاتی شو اروپايي هیوادونو یوازې ژمنې وکړې او د ایران د حقه حقوقو لپاره یې هیڅ اقدام ترسره نکړ.
له دې سره سره درې اروپايي هیوادونه له اټومي انرژۍ نړیوال اژانس څخه په اوزاري استفادې او د قدرت د سیاست له منظره له ایران اسلامي جمهوریت سره چلند کوي.
په حقیقت کښې د اروپايي هیوادونو کړچاري منطق د زور او د قدرت پراساس دی نه دا چې د نړیوالو حقوقو د اصولو په نظر کښې د نیولو پراساس .
د قدرت د سیاست نتیجه د ایران په مسلمو حقوقو باندې سترګې پټول او د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د دروغجنو او د خلاف ادعاګانو مطرح کول دي.
د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس هم په دغه منطق کښې د اروپايي قدرتونو لوبتکه شوي ده.
په دې خبره کښې شک نشته چې امریکا هم د اروپا د دریو هیوادونو بریتانیا ، جرمني او د فرانسې له بیانیو او د رافائیل ګروسي له څرګندونو خبره ده.
د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائیل ګروسي په تیرې دوشنبې ورځ وویل چې له امریکا سره مو د ایران او د تهران او د واشنګټن د وروستۍ موافقې په هکله خبرې کړي دي.
له دغو ټولو غلیمانه سیاستونو سره سره د ایران اسلامي جمهوریت چې له دې مخکې هم د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس له اعتراف سره سم په اټومي تړون کښې لیکل شویو ژمنو ته پاې بنده و او دی همدا اوس د غلیمانه څرګندونو او د بیانیو تر اغیز لاندې نه ورځي او خپلې ګټې تعقیبوي.
په همدې لړ کښې د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې مشر محمد اسلامي د دریو اروپايي هیوادونو بیانیې ته په غبرګون کښې وویل داسې نشي کیدلای چې بریتانیا ، فرانسه او جرمني هیله ولري مونږ اټومي تړون په کامل ډول اجرا کړو او هغوې په خپلو ژمنو باندې عمل ونکړي.
تر هغه وخته چې دغه درې اروپايي هیوادونه په خپلو ژمنو باندې عمل ونکړي مونږ دغه بهیر ته دوام ورکوو.