هندوستان او نیپال کښې نن سخته زلزله راغله
https://parstoday.ir/ps/news/world-i139428-هندوستان_او_نیپال_کښې_نن_سخته_زلزله_راغله
زمونږ خبریال راپور راکړی نن په هندوستان کښې پینځه اعشاریه اوه ریشټره سخته زلزله راغلي ده چې نیپال هیواد یې هم ولړزوه.
(last modified 2023-10-03T08:14:26+00:00 )
Oct 03, 2023 12:42 Asia/Kabul
  • هندوستان او نیپال کښې نن سخته زلزله راغله

زمونږ خبریال راپور راکړی نن په هندوستان کښې پینځه اعشاریه اوه ریشټره سخته زلزله راغلي ده چې نیپال هیواد یې هم ولړزوه.

ویل کیږي چې د زلزلې مرکز په نیپال هیواد کښې و.

هندوستان ټایمز ورځپاڼې وویل چې دغه زلزلې څلویشت ثانیې دوام درلود او په خلکو کښې یې ویره رامینځته کړه او خلک له کورو بهر وتښتیدل.

دغه راز نن په نیپال هیواد کښې هم په پینځویشت دقیقو کښې دوې(۲) زلزلې چې د لومړۍ زلزلې شدت څلور اعشاریه شپږ او د دوهمې زلزلې شدت شپږ اعشاریه دوه ریشټره و راغلي دي.

دغه زلزله د هندوستان په اترپردیش ، لکنوو، هاپور او امروهه سیمو او اتر  کنډ سیمو کښې هم احساس شوي ده.

د نوي ډیلي پولیسو خلکو ته خبرداری ورکړی چې لفټونه استعمال نکړي او له کورونو بهر ووځي.

دغه راز د هالینډ یوې تحقیقاتي ادارې پرون په پاکستان کښې د یوې زوروې زلزلې د راتلو اټکل کړی و خو سائینس پوهانو ، د زلزلې د معلومولو کارپیژاندو او ځمکه پیژاندو دغه ادعا رد کړي ده.