له اسرائيلو څخه د امریکا بي دلیله ملاتړتونه
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له اسرائيلوڅخه د امریکا دبې خرته ملاتړونو او دهغو د دلیلونو په باب له ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو. هیله ده د استفادې وړ مو ګرځي.
دوستانو لکه څنګه چې پوهیږئ اسرائيل په مینځني ختیځ کې د ژغورونکو غورځنګونو د ځپونکي او کنټرولونکي او د تفرقې او درز د عامل په توګه د امریکایو پوځي مرکز. په وروستیو لسیزو کې په لویدیځي آسیا سیمې کې او په نړیواله سویه د اسرائيلو له ګټو سره په مطلقې غږملتیا او هر اړخیز ملاتړ باندې ولاړ دی.دغه هیواد د هغو هیوادونون په لیکه کې راځي چې په تیرو کلونو کې ئې تل د وحشي صهیونیسټانو له جنایتونو او و حشیتوبونو ملاتړکړی دی او جنایتکار صهیونیسټي رژیم د امریکا او لویدیځوالو د همدغو ملاتړونو په واسطه په دغو کلونو کې خپلو جنایتونو او وحشیتوب ته دوام ورکړی دی.امریکا له دغه جعلی رژيم ته دخپلو ډيرو زیاتو او بې کنټروله پوځي او مالی مرستو په وړاندې کولو کې هیڅ حد او حدود نه پيژني او د هغو لپاره هیڅ شرطونه هم نه ټاکي . په همداوروستیو کې هم یوه هغه موضوع چې یو ځل بیا د تل په نسبت لازیاته رابرسیره شوه او د هغې امریکا حقیقي څيره ئې چې تل د بشری حقوقو د تش په نامه دفاع ادعا کړې او پر دغې دروغجنې ادعا په تکیې سره ئې پر خپلواکه هیوادونو دباؤنه وارد کړي د ي،د نړیوالو نندارې ته رابرسیره کړه چې له اسرائيلو جعلی رژيمه ددغه هیواد بې کنټروله ملاتړونه په غزې کې د فلسطینیو ماشومانو ،ښځو اوبوډاګانو او ځوانانو په عامې وژلې کې شریکیدل دي. له صهیونیسټ رژيمه د امریکاملاتړ یوازې د میدان په ډګر کې نه خلاصه کیږي امریکاپه ډيپلوماټيک ډګر کې او د ملګروملتو په امنیت شورا کې هم هغه پریکړه لیکونه چې د غزې تړانګې داخل ته د انساني مرستو درسولو لپاره د اوربند غوښته ده هم ویټو کوي.
اوس دا پوښتنه مطرح ده چې دغه پراخ ملاتړونه چې په هر اړخیزو ډيپلومايتکو او رسندوئي ډګرونو کې په پشتیبانۍ سره ترسره کیږي، په کوم منطق او کومو موخو سره کیږي.؟
اروزنې او څیړنې ښئې چې د دغو بې قید او شرطه ملاتړونو ترشا په امریکا کې قدرتمنه صهیونیسټي لابۍ ده.په امریکاکې اسرائيلی لابئ ددغه هیواد په داخلي او بهرني سیاست کې د لابئ دقدرت او تعقیبونې یوه ځانګړي نمونه ده .په امریکا کې په مختلفو پړاؤنو کې د بیلابیلو حکومتونوقدرتمنول او واک ته د مختلفو ډلو ټپلو ،کسانوقدرت په رسولو کې ددغې لابۍ ملاتړ او رول له اسرائيلو څخه په ملاتړ کې په مختلفو پړاؤنو کې د بیلابیلو حکومتونو پیاوړی واک او ګټې لاروښانه کوي.
د موجوده احصایو په اساس، د امریکا په انتخاباتو کې ددغه هیواد څه دپاسه نوي فیصدي یهودیان ګډون کوي او د رایو په نتیجو کې حیاتي اغیزې لري.
د امریکا یو مشهور نظریه وړاندې کونکي نوام چامسکي د امریکا په انتخاباتو کې د پییسو اغیزو ته په اشارې سره وئيلي دي؛ دامریکا د انتخاباتو نتیجې له هغو پيښو او اندازې سره چې د هغو لپاره لګول کیږي،تصوّر کیدلی شی او لکه څنګه چې یهودي ډلې ټپلې په تیره بیا صهیونسټي ډلې او لابئ د کاندیدانو د انتخاباتي مرستو د زیاتې برخې تامینونکي ديو په دغه بهیر مستقیمې اغیزې شیندي.
همداراز د امریکا په ټولنې کې په تیره بیا د سیاست او رسندوئې دوو حوزو کې ډيرمهم او ټاکونکی رول لري.د صهیونیسټانو تر کنټرول لاندې رسندوئې د عمومی افکارو په بدلولو کې اوی ا د یوه کاندید په معرفی کولو کې ډير رول لوبوي. له دې امله د ولسمشرۍ کاندیدان د یهودیانو له غوښتو سره ملګري کیږي څو د دوي د رسندویو له لارې لازیاتې رائې ترلاسه کړي.
صهیونیسټي لابیانې چې په اصطلاحا آيپک (AIPAC)نومیږي؛د کانګرس د نمایندګانو د کمپاینونو د فعالیتونو او له اسرائيلو څخه ددوي د لیدوکتو دلګښتونو او دغه راز له صهیونیسټي ټولنې مشرانو اومسئولانو سره ددوي د اړیکو د پياوړتیا لګښتونو دتامینولو مستقیم مسئول دي .
دغه کميټي چې وئیل کیږي کابو شپیته زره وګړي لري، په درستې امریکا کې داسرائيلو دګټو لپاره فعالیتونه کوي او په کال کې ډيرې زیاتې پیسې د امریکا په بانکونو کې د صهیونیسټي لابۍ حسابونو یا اکاؤنټونو ته اچوي.دغه کمیټي پر حکومتی فیصله کونکو او پر عمومي افکارو ډيرې زیاتې اغیزې شیندي.
داسې ده چې صهیونیسټي لابي په امریکا کې له لوړ روتبه سیاسي چارواکو سره پیاوړي او پراخې اړیکې ټينګوي.د مثال په توګه،په ۱۹۹۴ کال او په ۱۹۹۶ کال کې د ايپک ادارې ډیرو غړو د کانګرس د انتخاباتو له کابو شپږ زره کاندیدانو سره لیده کاته وکړل.
د یهودیانو لابي چې د امریکاپه سیاسی مشارکت کې ډيره اوږده مخینه لری،له دوو غوره صهیونیسټي یهودي ډلو څخه جوړه شوې ده او د دوی خوښ کسان اوس د امریکا دفیصله کونکو مرکزونو پشمول په مختلفو څوکیو باندې ناست دي او دغه هیواد د بهرنیوسیاستونو پربهیر ډيرې اغیزې شیندي.په نزدې ختیځ چارو کې د امریکا د پخواني خارجه وزیر مرستیالمارتین انډیک،په منیځني ختیځ کې د سازباز د بهیر پخوانی غږملونکی ډنیس راس او د دجمهوری غواړي ګوند مدملی کمیټې د مالی برخې مشر مل سمبلر په څیر د امریکا ترټولو مهم چارواکي ددغې ډلې غړي دي. پر دې اساس ، په تیرو څو لسیزو کې او په تیره بیا د ۱۹۶۷کال په شپږ ورځني جنګ کې ، په لویدیځي آ سیا سیمې کې د سیاست پيچومی، له اسرائيلو سره ددغه هیواد رابطه وه.
په مینځني ختیځ سیمې کې د؛ډیموکراسۍ؛ د پراختیا په باب ددروغجنو ادعاګانو اوله اسرائيلو څخه د بې خرته (ډير زیات)ملاتړ ترکیب،له صهیونیسټي رژيم څخه په ملاتړ کې د امریکا په سپیرو سیاستونو د اسلامی دنیا او عربانو دعمومی افکارو د سختې غوسې د راپورته کیدا لامل شوي دي.
د امریکا دبهرني سیاست په تاریخ کې،د خاصو ګټو لرونکي ټوله ډلو ټپلو، ددغه هیواد په بهرني سیاست کې انحراف رامیځةکړی دی،خو هیڅ یوه نفوذي ډله نه د ه توانیدلې د صهیونزم د لابۍ په څير دامریکا حکومت او ولس قانع کړي چې ددغه هیواد او اسرائيلو ګټې په بشپړ ډول په یوه ورته وضعیّت کې دي .
د ۱۹۷۳کال داکتوبر له جنګ راهسې،واشنګټڼ له اسرائيلو څخه له هرې یوې سوئې ورخوا چې له نورو هیوادونو سره ئې لري، ملاتړ کړی دی .له ۱۹۷۶ کال څخه په دغو ملاتړونو کې د هغه مستقیمې او پراخې اقتصادي او پوځي کلنۍ مرستې شاملې شوي چې له دوهم نړیوال جنګه راپه دې خوا ترټولو لوئې مرستې وې چې امریکا ئې له یوه بل رژيم سره ترسره کوي او په آسانۍ سره پر یو سل څلویښت میلیارډ ډالرو اوښتي دي.
د امریکا د ملاتړونو په چوکاټ کې او دځينو موجوده احصایو په اساس،اسرائيل هرکال په مستقیم ډول کابو درې میلیارډ ډالري مرستې ترلاسه کوي چې تقریبا د هر یوه اسرائيلي لپاره کابو پنځه سوه ډالره ارزښت او د بهرنیو مرستو دبودجې په پنځوکې یوه برخه مرستې دي . یو بل مهم ټکی دا چې له امریکا څخه دمرسته ترلاسه کونکي نور هیوادونه ، دغه مرستې په درو میاشتنیو قسطونو کې ترلاسه کوي،خو اسرائيل ټوله مرستې د هر کال په پیل کې یو ځای ترلاسه کوي او په دې توګه ډيرې زیاتې ګټې څخه برخمن کیدلی شي.همداراز مناسبه ده پوهه شئ چې له ډيرو پوځي مرستې ترلاسه کونکو څخه غوښتل کیږي چې خپلې ټوله ترلاسه شوي پیسې په امریکا کې خرڅ کړئ، البته اسرائيلو ته اجازت ورکول کیږي چې له دغو مرستو تقریبا ۲۵ فیصده خپلو دفاعي صنائعو صنعتي برخې ته بیله کړي.همداراز اسرائيل، له امریکا څ خه یوازې پوځي مرسته ترلاسه کونکی دی چې مجبور نه دی هغه هیواد ته دلګښت دڅرنګوالي په باب سپناوی ورکړي او همدغه چاره سبب کیږي چې په هغو موردونو کې چې په ظاهره ئې امریکا مخالفه ده،لکه چې په لویدیځي غاړې کې د ښارګوټو جوړولو کې،ددغو پیسو له مصرفولو مخنیوی عملا ناممکن شي.پر دې سربیره،امریکاد اسرائيلو د وسلوالو سسټمونو د پراختیا لپاره هم مرستې لیږي او د بلیک هاؤک هیلی کوپټرو او د ایف -۱۶ ډوله جنګي الوتکو په څیر پرمختللی وسلو دترلاسه کولو په باب ددغه رژیم لپاره زمینه برابره کړي.
د امریکا او صهیونیسټ رژيم ترمینځ د دوو اړخیز تفاهم په اساس، په ۲۰۱۶کال کې وټاکل شوه چې امریکا له ۲۰۱۹کاله تر ۲۰۲۸ کال پورې په مودې کې په اسرائيلو کې پوځي تجهیزاتو باندې د کابو ۳۳میلیارډ ډالرو په ارزښت پیسې خرڅ کړي.
همداراز د پام وړ ده،که پوهه شو امریکا اسرائيلو ته دجاسوسي اطلاعاتو له ورکولو هم ډډه نه کوي،داسې موضوع چې په ناټو کې خپل متحدان هم ورڅخه برخمن کړي او خپلې سترګې ئې ایټمی وسلو ته د رسیدا لپاره د اسرائيلو پر هلوځلو هم بندې کړي دي .ددغو میداني ملاتړونو ترڅنګ چې له ۱۹۸۲کال څخه د طوفان الاقصی نومې عملیاتو تر پیلیدا مخکې پورې ، امریکاد امنیت شورا هغه ۳۳پریکړه لیکونه چې اسرائيل ئې محکومتي کړي ، ویټو کړي دي او دغه شمیر ،له هغو ویټو کونو ډیر دي [ې د امنیت شورا د نورو دایمي غړو له خوا ترسره شوي دي . امریکا حتی د سولې د تړون دترسره کیدا په وخت کې ،په داسې حال کې چې باید مینځګړی رول ولوبوي، تل ئې د صهیونیسټ رژيم پلویتوب کړی دی.داسې چې د ۲۰۰۰ کال د کیمپ ډیویډ په خبرو اترو کې یوه امریکائی ګډون کونکي وئيلي دي ، په ډيرو موقعو کې ،مونږ د اسرائيلو د وکیل په څیر عمل کړی دی.::
او په نهایت کې دا چې داسې ښکاري ، په امریکا کې د یهودي قدرتمنې لابۍ اغیز شیندونکي رول ترڅنګ ، له صهیونیسټي رژيم څخه د امریکایانو په ملاتړونو کې دوي لپاره حیاتي او سټراټژيکې ګټې شته دي او دغه حیاتي او سټراټژيکې ګټې ددغې سرطاني دانې په پياوړتیا او بقاء کې دي .په حقیقت کې په لومړنۍ لسیزې کې دپه دغو غیر معموملي مرستو پسې اصلي انګیزه،د امریکا په سټراټژيکو ګټو کې نغښتي دي،داسې ګټې چې له هرڅه زیات له هغه ځانګړي ځائيګي او حیاتي رول سره اړونده دي چې دغه رژيم ئې د امریکا په سټراټژۍ کې لري او د هغو په اساس اسرائیل په مینځني ختیځ کې د امریکا د پوځي مرکز او د ژغورونکو غورځنګونو د کنټرولونکي او ځپونکي او په سیمې کې د تفرقې او درز د رامینځةکونکي عامل په توګه دي.دیوه صهیونیسټي په اعتراف سره ، نیواکي فلسطین د امریکا یو پوځي مرکز دی او اسرائیل یوازې د له ځانه ددفاع لپاره جنګ نه کوي، بلکې د لویدیځ د حیاتي ګټو لپاره هم جنګیږي.
دوستانو ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤ نو تر بل وخت پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو، بریالي او سوکاله ووسئ. ....
(سیماب)
********************************************************************************************************************************************************