په نوي ډیلي او ممبۍ کې هندي ځواکونه تیارسۍ شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i140710
عیني شاهدانو ویلي چې د عیسایانو د مذهبي خدمت له پیلیدو څو دقیقې وروسته درې چاودنې وشوې.
(last modified 2023-10-30T03:01:48+00:00 )
Oct 30, 2023 07:23 Asia/Kabul
  • په  نوي ډیلي او ممبۍ کې هندي ځواکونه تیارسۍ شوي  دي

عیني شاهدانو ویلي چې د عیسایانو د مذهبي خدمت له پیلیدو څو دقیقې وروسته درې چاودنې وشوې.

د ایرنا د خبر له مخې، د نوي ډیلي یوه  تلویزیون  ویلی دی د هند د کیرالا ایالت په کالاماساري کې د کنوانسیون په یوه مرکز کې د چاودنې په ترڅ کې یوه ښځه وژل شوې او ۴۵ تنه ټپیان شوي دي.

عیني شاهدانو ویلي چې د عیسایانو د مذهبي خدمت له پیلیدو څو دقیقې وروسته درې چاودنې وشوې.

دا پېښه د هند له کوچي ښار څخه شاوخوا لس کیلومتره لیرې د کالاماساري په مرکز کې د "عیسوي شاهدانو" د مراسمو په ترڅ کې رامنځ ته شوه او له دغو چاودنو څو ساعته وروسته، ۴۸ کلن ډومینیک مارتین د دغه عمل مسوولیت په غاړه واخیست. او د تسلیمیدو وروسته، هغه ادعا وکړه چې هغه د ورته عیسوي مذهب سره تړاو لري چې د دعا غونډه یې جوړه کړې وه.