ورځپاڼو ته کتنه
(last modified Wed, 01 Nov 2023 07:38:28 GMT )
Nov 01, 2023 12:08 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د تهران راډیو قدرمنو مینه والو السلام علیکم! ورځپاڼو ته د کتنې له یو بل پروګرام سره مو په خدمت کښې یوو، نن به هم اول د ایران او ورپسې به د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم خبرونه، تبصرې او مقالې درسره شریکې کړو

په سر کښې له تهرانه چاپیدونکې جوان ورځپاڼه راخلو چې د خپل وړومبي مخ په غټ سرټکي کښې یې لیکلي دي: په جبالیا کښې په ۶ ټنه بم سره ستر جنایت

د جوان آنلاین په لیکنه: عجیبه نړۍ ده! اسرائیل د جبالیا په کیمپ باندې څو یو ټنیز بمونه وغورځول. ښځې او ماشومان ټوټې ټوټې شول. له ځینو ماشومانو په روغتونونو کښې سختې وینې بهیږي او ډاکټران او نرسان یوازې دومره فرصت لري چې هغوي د یو بل تر څنګ په کتار کړي. نه ډرپ شته نه د آپریشن کولو امکان شته او نه حتی په زخمونو د لګولو لپاره پټۍ. خلک د جبالیا د قتلګاه په کندې کښې راغونډ شوي دي چې جنازې راغونډې کړي بې له دې چې پوه شي یوه شیبه پس به د دوې څه حال وي. په غزې کښې هیڅ داسې ځاې نشته چې ورباندې د بمونو د غورځیدو امکان نه وي. هیڅ د پناه اخیستو ځاې نشته. هیڅ­چرته اوبه نشته، بریښنا نشته، خواړه نشته، درمل نشته. عجیبه دنیا ده!

ورځپاڼه لیکي چې په غزې باندې د اسرائیلو د بریدونو په شپږویشتمه ورځ د شهیدانو او زخمیانو شمیر له ۳۰ زرو واوښته او داشان د نیواکګرو په توره کارنامه کښې یوه بله پاڼه زیاته شووه. د صهیونیسټي رژیم د جنګي الوتکو په پروني جنایت کښې د غزې په شمال کښې پروت جبالیا کیمپ په شپږو یو ټنیزو توغندیو وویشته چې له امله یې له ۴۰۰ زیات کسان شهیدان او زخمي شوي دي.

*/*/*/*

اوس به له تهرانه چاپیدونکې کیهان ورځپاڼه راواخلو چې په خپل وړومبي سرټکي کښې یې لیکلي دي: د اسرائیلو ویرونکی خوب تعبیر شو، انصار ا... د لبنان د حزب ا... ملګری شو.

مودې وشوې چې صهیونیسټانو د مقاومت د ټولو ډلو په شتون سره د یو ترکیبي جنګ د جوړیدو خطر احساسوه او د دغه رژيم ځینو چارواکو د مقاومت له ډلو سره د ترکیبي جنګ په اړه خبرداری ورکړی و. اوس د حزب ا... ترڅنګ د غزې جنګ ته دیمن په داخلیدو سره، له ترکیبي جنګه د صهیونیسټانو ویرونکی خوب بیخي تعبیر شوی دی.

خبر زیاتوي چې د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع د یوې بیانیې په خپرولو سره تاییده کړې ده چې د یمن د خلکو په غوښتنه، د دغه هیواد وسله والو ځواکونو د نیواکي ټاټوبي خلاف پراخ توغندوي او ډرون عملیات ترسره کړي دي او د نیواکګرو خلاف لازیاتو عملیاتو او توغندوي او د بې پایلټه الوتکو د بریدونو جاري ساتلو ته هم تیار دي.

له بلې خوا په انګلستان کښې د فلسطین ملاتړ کونکي سیاستوال ته سزا ورکړې شوه.

د انګلستان د پارلیمان محافظه کار استازی پل بریسټو، په پارلیماني چارو کښې د دغه هیواد د کلتور وزیر له مرستیالۍ څنګته کړې شو ځکه چې په خپلې فیسبک پاڼې یې لیکلي وو «فلسطینیان په ډله ایزه توګه سزا کیږي». هغه همداشان په غزه کښې د اوربند غوښتنه کړې وه. د انګلستان دغه وزیر په داسې حال کشې څنګته کړی شو چې پرون د انګلستان قهریدلو خلکو، «له اردن سیند نه تر مدیترانه سمندر پورې فلسطین» د شعارونو په ورکولو سره، د صهیونیسټي رژيم د نیواکګرۍ د ختمیدو غوښتنه وکړه او دغه رژيم یې ترهګر وباله.

د کیهان په یو بل خبر کښې لولو چې د سوریې په دیرالزور کښې د امریکې په پوځي اډو باندې راکټي بریدونه دوام لري.

*/*/*/*/*

له تهرانه چاپیدونکې عصرِ توسعه ورځپاڼې بیا د نورو ډیرو ورځپاڼو په څیر د قطر له امیر سره د ایران د خارجه وزیر د ملاقات خبر راخیستی دی او د امیر عبداللهیان له خولې یې په غټو ټکیو لیکلي دي: که حالات له کنټروله ووځي نو له پایلو به یې هیڅ لوری په امان کښې پاتې نه شي.

د ایران خارجه وزیر وویل: د مقاومت ډلې د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو په وړاندې د چا د سپارښتنې په تمه نه کښیني. امیر عبداللهیان له شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره په کتنه کښې د صهیونیسټي رژیم د پوځي خلاف په اودریدنې او ورسره په پیاوړې مقابلې کښې د مقاومت په قدرت باندې په ټینګار سره، د غزې په مظلوم خلکو باندې د صهیونیسټانو د بوږنونکو بریدونو په وجه د غزې په تړانګه کښې انساني حالت خواشینونکی وباله او د صهیونیسټانو د جنګي جنایتونو چې د امریکې او د ځینو اروپايي حکومتونو په ملاتړ سره تسرسره کیږي، د باور نه کیدونکو پایلو په اړه یې خبرداری ورکړ.

په دغه ملاقات کښې د قطر امیر هم په غزه کښې د فلسطینیانو خلاف د صهیونیسټي رژيم روان جنایتونه، د نړۍ د ټولو ولسونو له نظره د نه منلو او نه زغملو وړ وبلل او د امریکې په شمول د نړۍ په مختلفو هیوادونو کښې یې د اسرائيلو خلاف پراخې ولسي مظاهرې، له دغو جنایتونو د کرکې نښه وبلله.

هغه زیاته کړه: قطر به د غزې خلاف د اسرائیلو د رژيم د روانو بریدونو د بندولو او د جنګ د ختمولو په لړ کښې خپلې هلې ځلې جاري وساتي.

*/*/*/

«د غزې د جنګ د بندولو لپاره نړیوال کوششونه»

دا د جمهوري اسلامي ورځپاڼې د وړمبي مخ غټ سرټکی دی. ګرانو دوستانو  تر دې عنوان لاندې د ځینو نورو خبرونو سرټکو ته مو پام راړوو:

  • د جنګ د بندولو او د اوربند د ټینګښت لپاره سفارتي صلاح مشورې او هلې ځلې زیاتې شوې دي.
  • د فلسطین استازی وايي: غزه کښې په هر یو ساعت کښې ۱۲ ماشومان وژل کیږي.
  • د جبالیا په کیمپ کښې د صهیونیسټي رزیم په پروني جنایت کښې ۱۰۰ تنه شهیدان او ۳۰۰ زخمي شوي دي.
  • د فلسطین د روغتیا وزارت ویاند ویلي دي: د جبالیا د جنایت د شهیدانو شمیر ممکنه ده د المعمداني روغتون له وژلې هم زیات شي.
  • له بلې خوا د صهیونیسټي رژیم ملاتړي هڅه کوي د اسیرانو د آزادۍ بهیر ګړندی کي خو په مقابل کښې د فلسطیني مقاومت ملاتړي هیوادونه غواړي د اوربند په ټینګښت سره د صهیونیسټي رزیم د جنایتونو مخنیوی وشي.
  • د قطر له امیر سره په کتنه کښې د ایران د بهرنیو چارو وزیر په غزه کښې د جنګ د بندلولو لپاره د وروستي سیاسي فرصت د کارولو غوښتنه وکړه.
  • خو بنیامین نتانیاهو ویلي چې د حماس خلاف د اسرائیلو بریدونه به بند نه شي.
  • او د یمن انصار ا... غورځنګ وايي: د غزې جنګ ته مو ودانګل او ترڅو چې د اسرائیلو حملې بندې نه شي، ځانګړي ګوذارونه به مو دوام ولري.
  •  

بهرنۍ ورځپاڼې

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه لیکنه کې ویلي، هغه افغانان چې له ناچارۍ له پاکستان څخه وتلي او افغانستان ته ستانه شوي دي له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.

ورځپاڼې لیکلي له اویازرو زیات بې اسنادو افغانان په وروستیو اونیو کې اړ شوي دي چې بیرته افغانستان ته واوړي، څو د چارشنبې په ورځ دوی ته له ورکړل شوی ضرب الاجل سره سم عمل وکړي.

د پاکستان د حکومت له لوري بې اسنادو افغان کډوالو ته له دې هېواد څخه د وتلو لپاره ورکړل شوی مهلت نن چارشنبه پوره شو او سر له نن ورځې یې افغانستان ته په زور د ستنولو اقدامات پيلیږي.

د تیرې یکشنبې په ورځ د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وویل چې له درې میلونو څخه زیات افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي چې یو میلون او اوه سوه زرو زیات یې په دې هېواد کې د استوګني قانوني اسناد نه لري.

  •  

د ډیپلوماټ خپرونې هم په پاکستان کې د بې اسنادو افغان کډوالو لپاره د ټاکل شوي مهلت په پای ته رسیدو یوه لیکنه خپره کړې او وايي کډوال د طالبانو د حکومت پر ضد د یوې ستراتیژیکې وسیلې په توګه کارول کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د خپرونې په باور پاکستان افغانستان کې د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې د پاکستاني طالبانو د تحریک پر ضد دې جدي اقدامات وکړي.

وړاندې لولو، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري اټکل کوي چې پاکستان دا مهال د څه باندې درې نیم میلونو افغان کډوالو کوربه دی.

په دې کې شا اوه خوا اووه لاکه افغانانو په افغانستان کې د طالبانو له بیاځلي واکمنیدو وروسته پاکستان ته پناه وړې ده.

د ډیپلوماټ خپرونې په وینا، د طالبانو د حکومت چارواکي له پاکستان څخه د یو میلون او اوه سوو زرو(اوولس لاکو) څخه د زیاتو بې اسنادو کډوالو ورستنیدو اندیښمن کړي چې کولی شي د طالبانو حکومت له جدي اقتصادي ننګونو او نورو فشارونو سره مخ کړي.

د طالبانو حکومت له پاکستان څخه غوښتي چې دا پریکړه دې بیرته واخلي.

ډیپلوماټ ورځپاڼې لیکلي د له خپلې خاورې څخه د بې اسنادو افغان کډوالو پر شړلو د پاکستان ټینګار ممکن له دې سره اړه ونه لري چې اسلام اباد غواړي د افغان کډوالو له بار ځان خلاص کړي؛ بلکې د لیکوال په وینا تر ډېره د طالبانو پر حکومت د فشار راوړلو لپاره دي چې د پاکستان غوښتنې ومني.

افغانستان کې د طالبانو له حکومت څخه د پاکستان مهمه غوښتنه دا ده چې د پاکستاني طالبانو د هغه مشرتابه پر ضد دې جدي اقدامات وکړي چې د پاکستاني چارواکو د ادعا له مخې، د افغانستان په خاوره کې اوسیږي.

د پاکستان د طالبانو تحریک په وروستیو کې په پاکستان کې د ځینو خونړیو بریدونو مسولیت پر غاړه اخیستی، هغه بریدونه چې تر ډیره يې پاکستاني پوځیان په نښه کړي دي.

  •  

ترجمه: عبدالماجد درانی