ورځپاڼو ته کتنه
د تهران او ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم خبرونه، تبصرې او مقالې
د تهران ورځپاڼو په سر کښې «عصرِ توسعه» ورځپاڼه ګورو چې په خپل وړومبي مخ یې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر امیر عبداللهیان له انځور سره، د دوي له خولې لیکلي دي: سپينه ماڼۍ ترجیح ورکوي چې لاهم د صهیونیسټانو په جرم کښې شریکه پاتې شي.
په خبر کښې لولو چې د ایران خارجه وزیر د نړۍ په مختلفو هیوادونو کښې د صهیونیسټانو د جنایتونو په غندنه کښې روانو مظاهرو ته په اشارې سره وویل: سپينه ماڼۍ خوښوي چې همدغه شان د صهیونیسټانو د جرم ملګرې او شریکه ووسي او د نړیوالو عامه افکارو سره د تقابل په پلمه د اسرائیلو د ړنګ شوي رژيم مرسته او ملګرتیا کوي.
د الاقصی طوفان د عملیاتو په ځواب کښې په غزې باندې د صهیونیسټانو د بریدونو او د دغې سیمې د هراړخیزې محاصرې ۳۲ ورځې وشوې او په دې موده کښې د امریکې په شمول د نړۍ په ډیرو هیوادونو کښې، د یادو جنایتونو د غندنې او د فلسطینیانو د نسل وژنې په بندولو باندې په ټینګار سره پراخې مظاهرې شوې دي خو د امریکې حکومت د صهیونیسټي رژیم له جنایتونو هراړخیز ملاتړ کوي او پرمختللې وسلې او بمونه ورکوي چې بیګناه خلک په تیره بیا ښځې او ماشومان پرې وژل کیږي.
ورځپاڼې په عین حال کښې د سیاسي چارو د کارپوه محمدمرندي خبرې راخیستې دي چې وايي، د شخړې هر ډول سختیدل په سیمه کښې د امریکې ځواکونه کمزورې کوي.
هغه په دې خبرې سره چې له صهیونیسټي رژيم سره هر ډول مرسته د نسل وژنې په لړ کښې ده، وویل: فلسطینیان په سیمه کښې ډیر متحدان لري. په دې وجه د شخړې هر ډول زیاتوالی به امریکايي ځواکونه په تیره بیا په عراق کښې یې موجود ځواکونه له ډیر تاوان سره مخامخ کړي.
عصرِ ایرانیان ورځپاڼې بیا په خپل وړومبي مخ د روسیې د خارجه وزارت د ویاندې خبرې د خپل وړومبي خبر په توګه راخیستې دي او لیکلي یې دي: د اسرائيلو ایټم بم ایشوا شو، آژانس چرته دی؟
د خبر دوام کښې راغلي دي چې د قدس نیواکګر رژیم چې د فلسطین له مقاومت څخه یې بې مخینې امنیتي، اطلاعاتي او پوځي ګوذارونه خوړلې دي، د خپلې ماتې د پټولو لپاره د غزې د خلکو خلاف هر ډول جنایتونه کوي. په دې لړ کښې د صهیونیسټي رژیم د کابینې یو وزیر امیخاي الیاهو په دې وروستیو کښې په غزه کښې د ایټمي بم کارول، د اسرائیلو یو انتخاب وباله.
په دې لړ کښې د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د اسرائيلو د دغه وزیر څرګندونو ته په اشارې سره وویل: دې خبرې ډیرې پوښتنې راپورته کړې دي او ترټولو مهمه مسئله دا ده چې اسرائيلو په دې خبرې اعتراف کړی چې ایټم بم لري. هغې د اسرائیلو د یو وزیر د دغو رسمي خبرو په یادونې سره وویل چې که داسې ده نو د ایټمي انرجۍ نړیوال آژانس او د هغه څارونکي چرته دي؟
ورځپاڼه لیکي: که څه هم صهیونیسټي رژیم له دې مخکښې په ډاګه د ایټمي وسلو په لرلو نه و داده شوی خو د امریکې د ساینس پوهانو فیډریشن اټکل کړی دی چې تل ابیب تقریباً ۹۰ ایټمي خولۍ لري.
د الیاهو څرګندونو چې سمدستي د صهیونیسټي رژیم د کابینې په غونډو کښې د هغه د شتون د ځنډولو په هکله د نتانیاهو له پریکړې سره مخامخ شوې، د نړۍ سخت غبرګونونه یې راپارولې دي. یو امریکايي چارواکي هم د اسرائیلو اصلي رسندوي بهیر رسوا او «زړه وهونکی» وباله او د ایران اسلامي جمهوریت هم د نړیوالې ټولنې د چټک غبرګون ښودنه وکړه.
د ایران خارجه وزیر په ایکس ټولنیزه پاڼه ولیکل: د ایټم بم د کارولو په هکله د اسرائیلو د رژيم څرګندونې د مقاومت په وړاندې د دغه رژيم د حقیقي ماتې نښه ده. ملګري ملتونه، امنیت شورا او د ایټمي انرجۍ نړیوال آژانس باید د دغه وحشي او اپارټایډ رژیم د ایټمي بې وسلې کولو لپاره سمدستي لاس په کار شي ګني ناوخته به شي. امیر عبداللهیان همداشان وویل چې په غزه کښې د فلسطینیانو د نسل وژنې بشپړ مسئولیت د سپینې ماڼۍ په غاړه دی.
*/*/*/*
کیهان
خو کیهان ورځپاڼې بیا په عراق، لبنان او یمن کښې د مقاومت د ځواکونو له خوا د اسرائیلو خلاف روانو حملو ته اشاره کړې او په خپل وړومبي سرټکي کښې یې لیکلي دي: د امریکې او اسرائیلو په پوځیانو باندې د توغندیو او ډرون باران.
تر دې عنوان لاندې په ځینو برخو کښې لولو: د صهیونیسټي رژیم پوځ وايي: له لبنان څخه د نیواکي ځمکو په لور ۳۰ نور توغندي توغول شوي دي.
د لبنان حزب ا... هم ویلي چې دا ځل یې د الراهب صهیونیسټي اډې تخنیکي تجهیزات په مناسبو وسلو ویشتې دي.
د لبنان حزب ا... ورته مهال د نیواکي فلسطین په شمال کښې د صهیونیسټي رژیم د پوځي ګاډو د هدف ګرځولو ویډیو خپره کړه.
له بلې خوا پينټاګان په رسمي توګه وویل چې په تیرو ورځو کښې یې پوځي اډې لږترلږه ۳۸ ځلې د حملو هدف ګرځیدلې دي او په کښې ۴۵ امریکايي پوځیان زخمي شوي دي. دا یعنې امریکایانو ته درانه تلفات اوښتي دي خو د صهیونیسټانو په شان احصائیې سانسور کوي.
همداشان په سوریې او عراق کښې هم د امریکې پوځي اډې څو ځلې د عراق د مقاومت له سختو بریدونو سره مخ شوې دي.
له بلې خوا په صهیونیسټي رژيم باندې د یمن د مقاومت ډرون بریدونو د هغوي مشکلات زیات کړي دي.
*/*/*
بهرنۍ ورځپاڼې
د رسنیو د څار یوې ادارې د پاکستان له حکومته غوښتي چې شاوخوا دوه سوه افغان خبریالان چې په دغه هېواد کې مېشت دي، ونه باسي.
دا خبره د اسوشیټیډ پریس په هغه راپور کې شوې چې میل انلاین برېتانیوي ورځپاڼه خپور کړی دی.
په مطلب کې راغلي چې دغه خبريالان واک ته د طالبانو له راستنیدو او له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته پاکستان ته تللي دي.
وړاندې لولو، چې د بې پولې خبریالان سازمان دا غوښتنه په داسې حال کې کوي چې اسلام اباد په دې وروستیو کې له یوه میاشتني ضرب الاجل وروسته د ۱.۷ میلیونه افغان کډوالو په ګډون د بې اسناده کډوالو د اېستلو بهیر پیل کړی دی.
د دغه سازمان د اعلامیې له مخې چې مرکزي دفتر یې په پاریس کې دی، یو شمېر دغه خبریالان د پاکستاني پولیسو له خوا ځورول کېږي، بډې ترې اخیستل کېږي، بې دلیله نیول کېږي او د خپلو کورونو د خاوندانو تر فشار لاندې دي.
د میل انلاین په مطلب کې راغلي، په تېرو څو ورځو کې شاوخوا ۲۷۰ زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي، چې په دوی کې داسې کسان هم شته چې له څلورو لسیزو راهیسې يې په پاکستان کې ژوند کاوه.
ځینو دغو کډوالو ویلي چې دوی د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ سره ځکه نوم لیکنه نه ده کړې چې دوی فکر نه کاوه په دومره لنډ وخت کې له پاکستانه د وتلو امر به ورته وشي.
ډیپلوماټ مجلې د یوې مقالې په سرلیک کې لیکي، لویدیځ کولای شي د منځنۍ اسیا له لارې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.
خپرونه وړاندې لیکي، تېره میاشت او لږ مخکې له دې چې په افغانستان کې سخت ژمي له پیل شي، د دې هېواد لوېدیځ څو بې سارې وژونکې زلزلې ولړزوله چې له امله یې تر دوه زرو ډېر کسان ووژل شول.
دې پیښې د دغه هېواد په اوږو یو بل بار اضافه جوړ کړ، چیرې چې ۸۵سلنه خلک په فقر کې ژوند کوي.
ډیپلوماټ لیکي، د افغانستان له ثبات سره د لېوالتیا سربېره له دغه هېواد سره بشري مرستې مخ په کمېدو دي.
سخت بندیزونه هغه بشري ناورین لا پسې زیاتوي چې د افغانستان خلک ورسره مخ دي او هغوی مرستې ته اړتیا لري.
د ډیپلومات په وینا، دا د ګاونډیو او لویدیځو په ګټه ده چې د افغانستان له اوسنیو واکمنانو سره د تاوتریخوالي د خپریدو او د مخدره موادو د قاچاق د مخنیوي، له پولې ورهاخوا د ترورېزم د مخنیوي او د بنسټیزو ستونزو د هواري او د بشري حقونو د هغې ډلې د ښځو او نجونو د حقونو په اړه خبرې وکړي.
خو په تېرو دوو کلونو کې چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل، د نړۍ هېڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، د ښځو او نجونو په ګډون د بشری حقونو رعایت او همدارنګه د ټول شموله جوړښت رامنځته کول له طالبانو څخه د نړیوالې ټولنې له مهمو غوښتنو څخه دي.
*/*/*/
د امریکا حکومت له پاکستانه غوښتي چې ۲۵زره هغه افغان کډوال له خپلې خاورې ونه باسي چې ټاکل شوې ده امریکا ته وبلل شي.
پاکستاني رسنیو پرون سې شنبې راپور ورکړ چې په اسلام اباد کې د امریکا د متحدو ایالتونو سفارت پاکستاني چارواکو ته په یوه لیک کې د څه باندې ۲۵زره افغانانو نومونه لېږلي چې امریکا ته د تګ پروسه یې جریان لري.
که څه هم پاکستاني چارواکو په وروستیو ورځو کې ویلي چې هغه افغانان به ونه باسي چې له پاکستان څخه درېمګړي هېواد ته د تګ په پروګرام کې شامل دي خو راپورونه وايي چې زیاتره افغانانو، چې امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو ته د تګ پروسه یې روانه ده، له دې ویرې چې پولیس به یې ونیسي، ځانونه پټ کړي دي.
ډان ورځپاڼې پرون په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت د ویندوی جناتن لېلي په قول راپور ورکړ چې دوی د دغو افغانانو د خوندیتوب په اړه د پاکستان له حکومت سره له نږدې او پر لهپسې تماس لري.
د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته شاوخوا ۷ لکه افغانان له دې کبله چې د طالبانو له لوري به تعقیب شي، پاکستان ته لاړل.
*/*/*/