Nov 09, 2023 13:29 Asia/Kabul
  • د وحشي صهیونیستي رژيم په وړاندې دې  واشنګټن  خپل دریځ بدل کړي

د اسلامی امریکائی اړیکو د شورا د حکومتی چارو مدیر رابرټ مک کاؤ ددغې ددغې اعلامیې په چوکاټ کې ووئيل،له سرې کرښې پرته هره اعلامیه ، اسرائيلو ته دا جرت ورکوي څو دکډوالو دکیمپونو، هستوګنې ودانیو، بیخ بینائي تاسیساتو ،روغتونونو،جوماتونو ،عبادتځایونوپه څیر دعامو ځایونو په ضد خپل پوځی اقدامات سخت کړي.

په امریکا کې د مسلمانانو د حقوقو یوې ملاتړې ډلې،د غزې په  جنګ کې له تل ابیب څخه د واشنګټن په بې قید اوشرطه ملاتړ کونکي سیاست سخت غبرګون وښود.زمونږخبریال د ایکنا له قوله راپور راکړ،د اسلامی  امریکائي اړیکو شورا (CAIR) پخپلې یوې وروستۍ اعلامیې کې په غزې کې د عامو خلکو دمرګ ژوبلو په زیاتیدا کې د اسرائیلو په باب له سرې کرښې پرته سیاست (No Red Line) په دلیل په سپینې ماڼۍ سختې نیوکې وکړې.

د اسلامی امریکائی اړیکو د شورا د حکومتی چارو مدیر  رابرټ مک کاؤ  ددغې  ددغې اعلامیې په چوکاټ کې ووئيل،له سرې کرښې پرته   هره اعلامیه ، اسرائيلو ته دا جرت ورکوي څو  دکډوالو دکیمپونو، هستوګنې ودانیو، بیخ بینائي تاسیساتو ،روغتونونو،جوماتونو ،عبادتځایونوپه څیر  دعامو ځایونو په ضد خپل پوځی اقدامات  سخت کړي.

 ددغې شورا په دغې اعلامیې کې کې همداراز د ملی امنیت د شورا د ویندوي جان کربی  وروستیو څرګندونو ته  هم اشاره شوې ده چې  ددې پوښتنې په ځواب کې  چې آیان  حکومت تر اوسه پورې په غزې کې د اسرائيلو  له عملیاتو سره په رابطې کې  تر دې دمه کومه یوه سره کرښه نه لري،؟ تائيد ک ړې وه تر اوسه پورې  همداسې ده .

مک کاؤ ووئيل مونږ له جان کربی څخه  چې  داوکراین دعامو خلکو په باب خبرو په وخت د مګر مچ اوښکې تویوي، غواړو پوهه شو چې فلسطینیان هم انسانان دي  او له سپینې ماڼۍ غواړو چې   دنسل ختمونې لپاره دې له نتنیاهو سره  دمونږ دملت یولاس کیدا پاي ته ورسوي. هغه ووئيل، اسرائيل   د امریکایانو د مالیاتو په ډالرو  او دمتحده ایالاتو په بشپړ ملاتړونو سره  جنګي جنایتونه کوي.

 

ټیګونه