Nov 11, 2023 15:14 Asia/Kabul
  • آیسلینډ هېواد کې په 24 ساعتونو کې له 1000 څخه د ډیرو زلزلو ټکان

د آیسلنډ په بلیو لاګون کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۰۰ زلزلې محسوسې شوي.

د آیسلنډ په بلیو لاګون کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۰۰ زلزلې محسوسې شوي.

د آیسلینډ نیلي لیګون د نړۍ یو له خورا ښکلو ځایونو څخه ده چې د همدې ښکلا له امله ورته ډیر شمیر سیلانیان ورځي.

دغه سیمه کې د ګرمو اوبو ډک په زړه پورې حوضونه لري چې د شیدو نیلي رنګ اوبو له امله ورته ډیر لامبو وهونکي هم ورځي.

Image Caption

 

د بهرنیو رسنیو له مخې ویل کیږي چې د زلزلې د پرله پسې ټکانونو له امله بلیو لیګون سیمه د یوې اونۍ لپاره د خلکو د تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده.

د آیسلنډ د هوا پېژندنې ادارې په وینا، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ریښتر په کچه شاوخوا ۱۴۰۰ زلزلې محسوس شوي دي.

د هوا پېژندنې ادارې زیاته کړه، تر ټولو قوي زلزله، د ریښتر په کچه ۴.۸ وه.

 

ټیګونه