روم سمندر کښې د امریکې پوځي الوتکه لویدلې ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i141448-روم_سمندر_کښې_د_امریکې_پوځي_الوتکه_لویدلې_ده
ویل کیږي چې دا پیښه تیره جمعه د پوځي مشقونو په دوران کښې رامینځته شوې ده.
(last modified 2023-11-12T21:24:19+00:00 )
Nov 13, 2023 01:52 Asia/Kabul
  • روم سمندر کښې د امریکې پوځي الوتکه لویدلې ده

ویل کیږي چې دا پیښه تیره جمعه د پوځي مشقونو په دوران کښې رامینځته شوې ده.

د امریکې د پوځ د اروپايي قومندانۍ کمیټې (EUCOM)  بیګا ویلي چې د دغه هیواد یوه پوځي الوتکه په مدیترانه سمندر کښې نسکوره شوې او له امله یې پنځه امریکايي پوځیان مړه شوي دي.

د ایرنا د خبر له مخې، د امریکې د پوځ لوې درستیزولۍ د یادې الوتکې د ډول یا یې د الوت د سیمې په هکله تراوسه هیڅ وضاحت نه دی کړی.

ویل کیږي چې دا پیښه تیره جمعه د پوځي مشقونو په دوران کښې رامینځته شوې ده.

د ویلو ده چې واشنګټن د حماس غورځنګ خلاف د صهیونیسټي رژيم د پوځ د جنګ له پيلیدو سره هممهاله، د نښتو د پراختیا د مخنیوي په پلمه د یو ایس ایس جرالډ آر فورډ په نامه خپله جنګي بیړه په سیمه کښې اودرولې ده.