تر فلای دوبۍ وروسته ایر عربیه هم کابل ته الوتنې پيلوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i141680-تر_فلای_دوبۍ_وروسته_ایر_عربیه_هم_کابل_ته_الوتنې_پيلوي
له فلای دوبۍ وروسته اېر عربیه شرکت هم غواړي کابل ته خپلې الوتنې بېرته پيل کړي.
(last modified 2023-11-17T06:57:08+00:00 )
Nov 17, 2023 11:24 Asia/Kabul
  • تر فلای دوبۍ وروسته ایر عربیه هم کابل ته الوتنې پيلوي

له فلای دوبۍ وروسته اېر عربیه شرکت هم غواړي کابل ته خپلې الوتنې بېرته پيل کړي.

د سپوږمۍ راډیو د خبر له مخې، فلای دوبۍ د چهارشنبې په ورځ له څه باندې دوو کلونو وروسته افغانستان ته خپلې الوتنې له سره پیل کړې.

په دوبۍ کې د افغانستان قونسلګرۍ ویلي چې د ایر عربیه هوايي شرکت عملیاتي مشر د افغانستان له جنرال قونسل عبدالرحمن فدا سره په کتنه کې کابل ته د خپل هوايي شرکت د الوتنو د بیا پیلولو اراده څرګنده کړې ده.

د افغان قونسلګرۍ په وینا جنرال قونسل اوس په دې اړه په کابل کې د هوايي چلند له وزارت سره خبرې کوي، چې کابل ته د ایر عربیه د الوتنو پیل نهايي کړي.