د نیویارک پر ښاروال د جنسي تیري تورونه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i142072-د_نیویارک_پر_ښاروال_د_جنسي_تیري_تورونه
 یوې امریکايي رسنۍ د نیویارک ښاروال اریک آدامز د جنسي تیري په قضیه تورن کړی دی.
(last modified 2023-11-24T22:24:59+00:00 )
Nov 25, 2023 02:47 Asia/Kabul
  • د نیویارک پر ښاروال د جنسي تیري تورونه

 یوې امریکايي رسنۍ د نیویارک ښاروال اریک آدامز د جنسي تیري په قضیه تورن کړی دی.

د ایرنا خبري اژانس د خبر له مخې؛: د امریکا د ABC خبري آژانس د جمعې په ورځ راپور ورکړ؛ چې یوې میرمنې د نیویارک د لوړ عمر کسانو د قانون په اساس شکایت ثبت کړی چې په کې اډامز، د نیویارک پولیس او دوه نا معلوم کسان د تورنو په توګه نومول شوي دي.

په دغه شکایت کې ویل شوي، چې دغو دوو کسانو هغه مهال په ښاري ادارو کې کار کاوه، خو اډامز په هغه وخت کې په ښاري پولیسو کې هم دنده درلوده.

د شکایت د متن له مخې، په مدعي د تورن ایریک اډامز لخوا په 1993 کې په نیویارک کې هغه مهال جنسي تیری شوی وو، کله چې هغه په ​​​​نیویارک کې د یوې ادارې لپاره کار کاوه.

په دې شکایت کې شوي ادعاګانې د فزیکي، رواني او نورو زیانونو قصدي یا غفلت شوي عملونه شامل دي چې د همدغه چلند له مخې جنسي ځورونه رامنځټه شوې ده.