په جاپان کې یوه امریکايي پوځي الوتکه نسکوره شوې ده
Nov 29, 2023 08:59 Asia/Kabul
د جاپان ساحلي ګارډ د جاپان په سویل لوېدیځ کې د یوې امریکايي پوځي الوتکې د نسکورېدو خبر ورکړی.
فارس خبري آژانس د جاپان د ساحلي ګارد په حواله خبر ورکړی، چې د امریکا یوه پوځي ټرانسپورټي الوتکه نن سهار چارشنبه د جاپان په سویل لوېدیځ کې د یاکوشیما ټاپو په اوبو کې له ۸ سپرلیو سره لوېدلې ده.
جاپاني سرچینو په کاګوشیما ایالت کې د امریکا د پوځي ټرانسپورټي الوتکې د لوېدو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي چې سیمې ته د ګزمې کښتۍ او د لټون د عملیاتو لپاره الوتکې استول شوي دي.
ټیګونه