د روغتیا نړیواله اداره غزې ته بیړنۍ مرستې استوي
زمونږ خبریال راپور راکړی د روغتیا نړیوال سازمان غزې ته د بېړنیو بشري مرستو استولو پرېکړه لیک تصویب کړی.
د غزې په شمال کې د العوده روغتون یوه چارواکي ویلي، دا ودانۍ له پنځو ورځو راهیسې محاصره ده او څوک ترې وتلی او ورننوتلی نشي.
هغه وضعیت ډېر اندېښمنوونکی بللی او وايي، یوازې د څلورو ورځو لپاره تېل او د درېیو ورځو لپاره خواړه او د دوو ورځو لپاره اوبه لري.
د روغتیا نړیوال سازمان پرېکړه لیک کې راغلي، چې په غزه کې جګړې پر روغتیايي خدمتونو ناوړه اغېز کړی.
د دغه سازمان مشر ټیډروس ګیبریسوس د دغه پرېکړه لیک هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د مرستو د لېږلو هڅو سره باید د اوربند لپاره هم هڅې وشي.
"د دغه پرېکړه لیک تصویب یو پیل دی، دا بحران نه حلوي، خو دا یو بنسټ کېدی شي. زه تاسو سره ژمنه کوم چې زما همکاران او زه به دا پرېکړه تر خپله وسه پلي کړم. خو زه تکراروم چې په اوسني حالت کې د اړتیا وړ بشري مرستو لېږل په اسانۍ سره شوني نه دي. له اوربند پرته سوله نه شته او له سولې پرته مرسته نه شته."
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په غزه کې د جګړې ډېرېدل د لا زیاتو ټپیانو په معنا دي. پر دې سربېره څه باندې ۳۵۰ زره کسان په سختو ناروغیو اخته دي او ۵۰ زره میندواره مېرمنې هم روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري.
دغه اداره په دوامدار ډول د ساري ناروغیو د خپرېدو خبرداری ورکوي او وايي چې په غزه کې روغتیايي سیستم له پښو لوېدلی.
په ورته وخت کې د غزې په دوهم لوی ښار خان یونس کې د اسرائیلي پوځ له پرمختګ سره د جګړې شدت نور هم زیات شوی.
احمد عبدالوهاب پر هغه کنډوالو ناست دی چې یو وخت یې کور و.
هغه وايي کورنۍ یې د اسرائیلو یوه شپني هوايي برید ویجاړه کړه.
دغه فلسطینی وايي، کورنۍ يې د نورو په څېر عادي خلک وو، په غزه کې د نورو خلکو په څېر یې د شپې لمونځ وکړ او ویده شول. خو وايي د چت په راپرېوتلو راويښ شول او بیا یې کتل چې څوک مړه او څوک ژوندي دي.
اوس اسرائیلو د غزې د سوېلي سیمو له اوسېدونکو چې ډېری یې هغه کورنۍ دي چې د غزې په شمال کې له جګړې ورغلې غوښتي چې د خان یونس له مرکزه ووځي.
د فلسطیني کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ادارې عمومي کمیشنر ویلي چې اسرائیلو مصر ته د غزې د خلکو د ورایستلو طرحه جوړه کړې.
فیلیپ لازاریني ویلي دي د غزې سوېل ته له شماله او له سوېله يې مصر ته د خلکو د ورکوچولو هڅې د دې اقدام ښکارندويي کوي.
