ملګری ملتونه وائي ؛په غزې کې دې سملاسی اوربند وشي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i143088-ملګری_ملتونه_وائي_په_غزې_کې_دې_سملاسی_اوربند_وشي
د ملګروملتو عمومی اسمبلۍ د خپلو ۱۵۳غړو په پریکنده اکثریت سره په یوه پریکړه لیک کې یعني په غوڅ اکثریت سره تصویب کړه چې په غزې کې دې د انسان دوستۍ فوري اور بند ټینګ شي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 13, 2023 03:02 Asia/Kabul
  •   ملګری ملتونه وائي ؛په غزې کې  دې  سملاسی اوربند وشي

د ملګروملتو عمومی اسمبلۍ د خپلو ۱۵۳غړو په پریکنده اکثریت سره په یوه پریکړه لیک کې یعني په غوڅ اکثریت سره تصویب کړه چې په غزې کې دې د انسان دوستۍ فوري اور بند ټینګ شي.

ایرنا خبری اژانس راپور ورکړ، د غزې تړانګې د وضعیّت په باب د ملګروملتو دعمومی اسمبلۍ بیړنۍ ناستې کې  چې پرون مازدیګر ترسره شوي ، له ۱۹۳غړو څخه ۱۵۳ غړو  په چورلټ  مثبتو رایو سره   پریکړه لیک تصویب کړ چې په غزې  کې د انسان دوستۍ د فوري اوربند غوښتنه ئې کړې ده ، دوی همداراز د درستو بندیانو د بې قید او شرطه سملاسي خوشی کیدا ته هم مثبته رایه ورکړه .

د ملګروملتو لسو غړو ورته منفی رایه او ۲۳نورو غړو هم ورته سپیته رایه ورکړه  او په  دې ترتیب سره د ملګرو ملتو دغړو چورلټ اکثریّت  د اریکا او اسرائیلو په وړاندې کلک مقاومت  وکړ. د ترهه ګرې ډلې په توګه دحماس د معرفي کولو او د پریکړه لیک دبدلولو لپاره د امریکا او لویدیځوالو  هڅه د غړو هیوادونو له مخالفت  او د رایو دلازم  نصاب   د نه پوره کیدا په دلیل ددوهم ځل لپاره له ماتې سره مخ شوې ده .

د امریکا دترټولو مهم هیواد بریتانیا او د جرمني ،ایټالیا،هالینډ او اوکراین په څير  هیوادونو هم دغه پریکړه لیک ته سپینه رایه ورکړه . د ایران اسلامی جمهوریت  هم د عربو او اسلامی هیوادونو له فیصلې سره په ملګرتیا کې  او د فلسطین به موضوع کې د مظرح و لارو چارو په نسبت د خپل تحفظ  په ثبتولو او د اسراظیلو په پیژندلو سره ،  په غزې کې  دفوري اور بند دټينګیدا پریکړه لیک ته مثبته رایه ورکړه .

په ملګروملتو کې د ایران سفیر امیر سعید ایرواني  د ملګروملتو  په څه دپاسه درو کې دوه برخې  غړو  په غزې کې  د اور بند ټینګیدا پریکړه لریک ته په مثبتې راي ورکولو پسې په عمومی اسمبلۍ کې ووئیل، د اسرائیلي رژیم  جنایتونه باید  دنړیوالې ټولنې له غوڅ ځواب سره مخ شي  او له ااور بندسر ه د امریکا ښکاره مخالفت  د جنګ ،تاؤتریخوالي او په نهایت کې  په غزې کې دمیرمنو او ماشومانو لپاره د لازیات مرګوني حالت  درامینځةولو په معنا دی.